IQNA

د مغرب اتحادیې د اسلامی چارو د وزيرانو غونډه وشوه

22:38 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419804
نړيواله ډله: د عربی مغرب د اتحادیې د غړيو هېوادونو د اسلامی چاری د وزيرانو وړومبنۍ غونډه پرون د تلې د مياشتې په دريمه نېټه د موريتانیې د پائېتخت نواكشوټ ښار كښې وشوه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د atlasinfo د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په دغه غونډه كښې چې ((مېنځ لارې اسلام او د عربی مغرب د سيمې د هېوادونود حالت په ښه كېدو كښې د هغۀ رول)) ترعنوان لاندې وشوه ګډونكوونكو داسلام د مبين د ين په نامه له هر ډول شدت پسندۍ سره د مخالفت په ترڅ كښې مسلمانانو ته په صحيح توګه د اسلامی تعليماتو د معرفی كولو غوښتنه وكړه.
همدارنګ د تيونس، الجزائر، موريتانیې ، مراكش او لېبيا هېوادونو د اسلامی چارو وزيرانو د عربی مغرب اتحادیې د غړيو په توګه د غړيو هېوادونوله سياسی او دينی چاروكو څخه وغوښتل چې چې د سولې، نرمۍ و ارامښت د دين په توګه د اسلام د معرفی كولو لپاره خپلې هلې ځلې پېل كړی او له هغو ډلو او كسانو سره چې په خپلې شدت پسندۍ او غلط اقداماتو سره د اسلام نوم بدناموی او زيان ورته رسوی مبارزه وكړی.
1106439
captcha