IQNA

احمدی نژاد: نن ورځ د صهيونسټ رژيم نور ملتونه په ډېرې آسانی سره ګواښی

22:03 - September 26, 2012
د خبر لمبر: 2420679
سياسی ډله: د ايران ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلې په اووه شپيتمه غونډه كې د ګډون په موخه نيويارك ته په سفر کښې له يو شمېر نړيوالو رسنيو آی PBS (پی.بی.اس) و CBS (سی.بی.اس) سره خبرې اترې كړې دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر احمدی نژاد د نړی له مهمو رسنيو سره په خبرو كې د ايران د سياست په بيانولو سره بېلابېلې موضوع ګانې له هغې جملې د اټومی پروګرام، د سوریې د كړكيچ، د لويدیځ د بنديزونو زياتېدا او هم دا رنګه د ايران او امريكا د اړيكو په اړه خبرې وكړې.
ښاغلی ډاكټر احمدی نژاد د جاپان له ان اېچ كې تلويزيون سره د دې پوښتنې په ځواب كې چې آيا دا ځلې به د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلې په ناسته كې د ناپيلی غورځنګ د مشر په توګه كومې موضوع ګانې تعقيب كړی؟ وويل: د تهران په غونډه كې د نړی ستونزې په دقيق ډول وڅېړل شوې او د ناپيلی غورځنګ ريس ته دندې وسپارل شوې تر څو د دې غونډې د نورو غړو په مرسته د نړی د سولې په برخه كې مرسته وكړی.
ښاغلی احمدی نژاد په دې خبرې كولو سره چې د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلې په ناسته كې به د ستونزو څخه د خلاصېدو لپار د لارو چارو لټولو او يوې تل پاتې سولې ته د رسېدو په اړه خبری وكړی وويل چې طبيعی خبره ده چې په دې ناسته كې به د تهران د ناستې شعار او مصوبې هم تعقييب كړو.
ښاغلی احمدی نژاد دامريكا له سی ان ان ټلويزيون سره هم په دې اړه وويل ازادی د انتخاب حق درناوی او عدالت د ټولو ملتونو له اساسی حقوقو څخه دی چې هیڅ د هغې د حق د محدودولو حق نلری ځكه چې په نړی كې د زور وينې او يو اړخيز پړاو پای ته رسېدلی او دا مهال د نړی ټول ملتونه په دوستی منطقو او انسانيت پسې دی.
نوموړی دغه راز د ايران پرضد د ګواښونو په اړه وويل د ايران ملت د تاريخ په اوږدوكې ډېرې تاريخی پیښې ترشا پریښې دی او د ايران د وياړ وړ ملت له ځانه سره ډېری يرغلونه او لویې پیښې د يادګار په توګه هم لری خو د ايران ملت د دې پیښو له زړه څخه په سرلوړی او برياليتوب سره وتلی دی. يرغلګر او ګواښونكی تاريخ ته سپارل شوی دی.
ښاغلی احمدی نژاد دغه راز د امريكا د پی بی ايس او سی بی ايس له شبكو سره هم د دې خبر ې كولو سره چې نن ورځ د صهيونست رژيم نور ملتونه په ډېرې آسانی سره ګواښی د امريكا لخوا یې د دې لړی د كابو كولو په اړه ټينګار وكړ او ویې ويل بايد چې د امريكا واكمنی د ايران او نورو ملتونو په اړه په خپلو كړنو كې له سره غور وكړی او دا ډول كړنې اصلاح كړی.
احمدی نژاد د ايران او امريكا د اړيكو په اړه هم وويل د تېرو ۳۳ كلونو په اوږدو كې له ايران سره د امريكا روابط دښمنانه ؤ او د امريكا د لاس وهنو په له امله د ايرانی ملت په ذهن كې كومه ښه خاطره نه ده موجوده خو باور لرم چې دا فضا نشی كولای چې دوام پيداكړی او دا شرايط بايد په يوه ځای كې پای ته ورسیږی.
احمدی نژاد هم دغه راز په سوريه كې د وژلو او د خبرو اترو له لارې په دې هيواد كې سولې او د ټاكنو ترسره كولو ته د زمينې برابرولو په اړه وويل ايران د سوریې په اړه روښانه ليدتوګه لری او باوری دی چې د دې هېواد خلك د ازادی عدالت درناوی او انتخاب حق لری.
دايران ولسمشر ټينګار وكړ په اوسنی وخت كې د سوریې حالات ډېر سخت شوی او ګڼ شمېر عوامل په دې هېواد كې د منفی رول په لوبولو ټينګار كوی خو د ايران اسلامی جمهوريت د دې هېواد په اړه روښانه نظر لری او باوری دی چې د سوریې ملت د ازادی عدالت درناوی او انتخاب حق لری.
ښاغلی احمدی نژاد دغه راز د ايران او پنځه جمع يو ډلې ترمينځ د خبرو اترو په اړه وويل كه چېرې ايران د دې خبرو برياليتوب ته هيله نه درلودی په هغې كې یې ګډون نه كاوه خو باور لری چې دا موضوع په فنی او حقوقی بحثونو پايلې ته نه رسیږی ځكه چې د ايران اټومی موضوع سياسی ده نه فنی او حقوقی.
د ايران ولسمشر هم دا رنګه د بوليويا كومور او سوی زيلنډ هيوادونو له مشرانو سره د دوه اړخيزو او نړيوالو همكاريو د پراختيا په اړه خبرې اترې وكړې.
ښاغلی احمدی نژاد د بوليويا له ولسمشر سره د دې خبرې په كولو سره چې د ايران او بوليويا پر ضد د زور ويونكو بنديزونه او دباوونه قدرت نه بلكه له خپلواكه هيوادونو سره له منطقی لارو د مخامخېدو په برخه كې د دوی د كمزورتيا ښودنه كوی.
نوموړی زياته كړه د خپلواكه ملتونو دښمنان په خپله ښه پوهیږی چې دا بنديزونه او ګواښونه به كومه نتيجه ورنكړی.
ښاغلی احمدی نژاد هم دا رنګ د كومور هېوادله ولسمشر سره هم دليدنې پرمهال ددې دواړو هېوادونو ترمنځ داړيكو په پراختيا او هراړخيزو مرستو ترسره كولو ټينګار وكړ.
1107345
captcha