IQNA

په مصر كښې د اسلامی تمدن د علومو نړيواله اتحاديه جوړیږی

22:22 - September 26, 2012
د خبر لمبر: 2420738
نړيواله ډله: د اسلام د مبين دين، د اسلام د ګران پېغبر (ص) او اسلامی تمدن په خلاف له پرله پسې يرغلونو سره د مقابلې په هدف سره د اسلامی تمدن د علومو نړيواله اتحاديه جوړیږی.
دايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الشروق د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د دغې اتحادیې د جوړولو د خبر د اعلانولو لپاره يو خصوصی اخباری كانفرنس سبا د تلې د مياشتې په شپږمه نېټه په مصر كښې كیږی.
په دغه اخباری كانفرنس كې د الاهرام نومې د علومو او څېړنو د مصری انجن، د بشری حقوقو او اجتماعی پراختيا د مصری انجمن او د مراكش د الغدالمشرق انجن نمائندګان ګډون كوی.
د اسلام د مبين دين، د اسلام د ګران پېغبر (ص) او اسلامی تمدن په خلاف له پرله پسې يرغلونو سره مقابله او د اسلامی تمدن او اسلامی فلسفې د علومو احيا د دغې اتحادیې د جوړولو اهداف بيان شوی دی.
1106407
captcha