د پوهنتون د جهاد مشر محمدحسين يادگاری، د ايران قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د پوهنتون جهادی ګوند له د نورو غير دولتی ګوندونو او غونډو غوندې د قران مجيد او د پيغمبر(ص) د سپكاوی په هكله خپل خپل دریځ څرګند كړی دی او د هغوی دریځ هم د دې سپكاوی په خلاف دی.
هغوی په ادامه كښې وويل: په دې هكله بايد سپكاوی كوونكيو سره سختی وشی او د ټولو هيواد د جهاد ګوند په دې هكله مخالفت څرګند كړی دی .
هغه وويل: ډېرو جهادګرانو په ټول هيواد كښې د جمعې په لمانځه او لارويونونو كښې ګډون وكړ او بايد داسې سريزې برابرې شی چې د دين، قران او پيغمبرانو حرمت مات نه شی.
هغه زياته كړه: په دې هكله يو د شيطانی ايتونو ليكونكی و چې حضرت امام(ره) د هغه د ارتداد او قتل واجب شونې فتوا وركړه ځكه چې د خدای د دين د حرمت خيال یې نه و ساتلی، په دې هكله دې احمق او ليكونی فلم ساز چې كوم كار كړی دی بايد د داسې كس لپاره هم دا رنګ حكم وشی چې بيا څوك د قران او د پيغمبر(ص) د سپكاوې جرت ونه كړی.
1107562