IQNA

د بيان ازادی په امريكې كښې د مقدساتو د سپكاوی يوه لاره جوړه شوې ده

22:21 - September 26, 2012
د خبر لمبر: 2420748
سياسی ډله: ولس مشر بايد نيويارك ته په خپل سفر كښې ازادۍ په موضوع كښې دوه مخې باندې په امريكې نيوكه وكړی؛ ځكه چې د بيان ازادی په امريكه كښې د مقدساتو د سپكاوی لپاره يوه لاره جوړه شوې ده.
د خوارزمی پوهنتون د نړيوالو چارو استاد او د په اسلامی جمهوری ايران كښې د ايسسكو تير مشر غلامرضا كريمی، د ايران قرانی خبری اژانس سره په خبرو كښې د ولس مشر نيويارك ته د ملګرو ملتونو د سازمان په عامې غونډې كښې د ګډون په هكله وويل: هغوی تيره ورځ د قانون د حاكميت په كانفرنس كښې ګډون وكړ چې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومی غونډې تر څنګ ترسره شوې و، او ویې ويل: صهيونيسټی رژيم يو جعلی رژيم دی.
هغه زياته كړه: ولس مشر په دې كانفرنس كښې د رژيم په زور زياتی نيولو سياست باندې نيوكه وكړه او دا یې وغوښتل چې فلسطينيانو ته دې خپلې ځمكې بيرته ستنې شی. په دې خبرو د دنيا ټولو رسنو زور وكړو او د امريكې ولس مشر تيره ورځ په خپلو خبرو كښې د دې په خلاف خپل دریځ څرګند كړ.
هغوی په اخر كښې زياته كړه: ولس مشر بايد نيويارك ته په خپل سفر كښې ازادۍ په موضوع كښې دوه مخې باندې په امريكې نيوكه وكړی؛ ځكه چې د بيان ازادی په امريكه كښې د مقدساتو د سپكاوی لپاره يوه لاره جوړه شوې ده.
1107448
captcha