د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی احمدی نژاد پرون په نيويارك كې د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه كې د خبرو پرمهال وويل د ايران ملت د پخوا په څېر نړيواله مفكوره لری او له هر هغې سولې ثبات امنيت له هڅو یې هركلی كړی چې البته په همفكری مرستو او ګډو ملګرتياوو د مديريت پراساس وی.
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد وويل كه چېرې د ازادی غوښتنې د دروغجنو نغوتو، د بشر سپیڅلتياوو او الهی نبيانو ته د سپكاوی كولو فرصت وركول او د صهيونيسم نړيوال تحركات په رسميت نه پيژندل كېدای نو هغه وخت به بيا نړيوالو رسنيو رښتينی حقايق خپرولی.
ښاغلی محمود احمدی نژاد په دې خبرې سره چې كه چېرې د امنيت شورا د څو هېوادونو په واك كې نه وای نو ملګرو ملتونو كولای شول چې عادلانه عمل وكړی وويل چې كه چېرې نړيوال اقتصادی بنسټونه تر دباو لاندې نه وای بيا یې كولای شول چې عادلانه مساوی د كار پوهنې او عدالت پراساس عمل وكړی.
د ايران ولسمشر همدا راز په ډاګه كړه كه چېرې په نړيوالو اړيكو ریښتينولی واكمنه وای ټولو ملتونو په مساوی او برابرو حقونو سره كولای شول چې په نړيوالو چارو كې په ازادانه ډول برخه واخلې او د سولې لپاره هڅې وكړی.
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد د نړی په ځينو هيوادونو كې د بې وزلی پراختيا او پرګنيز واټن ته په اشارې كولوسره ټينګار وكړ چې يواځې د اتلسو هيوادونو د بهرنيو قرضونو كچه نن ورځ تر ۶۰ تريليونه ډالرو اوښتې په داسې حال كې د هغو د نيمايی بېرته راګرځېدل په نړی كې د فقر جرړې وباسی.
هغه وويل يو اړخيزتوب د جګړې تپل نا امنی او د نړی په حساسو مركزونو د اقتصادی ګټو لپاره خېټه اچول يوه عادی كار ګرځېدلی دی او د نړی د مسلطو قدرتونو لخوا له وسله واله سيالی په ډله ايزو وژونكو او اتومی وسلو ګواښل يوه رايجه موضوع ده. هغه د صهيونسټ رژيم لخوا د ايران په پوځی بريد ګواښل تر ټولو روښانه بېلګه وبلله.
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد وويل د نړی اوسنی نظم د بې عدالتی او تبعيض پربنسټ ولاړ دے بايد چې بدلون ومومی او داسې يو نظم رامينځته شی چې د ټول بشريت لپاره د آرامتيا، صلح او ثبات راوړونكی وی.
نوموړی د نړی د ملتونو غوښتنه د راتلونكې نړی برخليك ټاكونكې وبلله او زياته یې كړه بايد چې ټول د زيات غوښتونو په وړاندې ودریږی او د هغو لاسونه د ملتونو په برخليك ټاكلو كې د قدرت له مركزونو لنډ شی.
د اسلامی ايران ولسمشر دغه راز په دې خبرې سره چې بايد ټول هېوادونه د ریښتينې سولې ثبات لپاره زمينه برابره كړی وويل د ملګرو ملتونو اداره د نړی د ټولو په مصلحت ګډو هڅو او همغږی ته اړتيا لری.
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد په دې خبرې كولو سره چې ملګری ملتونه د ملتونو د حقوقو د دفاع په برخه كې د اړينو كړنو څخه نه دی برخمن وويل د دې لړی دوام كېدای شی چې په نړيوال تعامل او د مرستو ګډې روحیې ته بنسټيز او اساسی زيان ورسوی.
نوموړی هم دا راز په تهران كې د ناپيلی غورځنګ ناستې ته په اشارې سره وويل په دې ناسته كې د نړی د۱۲۰ هيوادونو چارواكو د نړيوالو مسائلو د مديريت په برخه كې په جدی او اغيزمن ډول د ګډون كولو پر اړتيا ټينګار وكړ او د ايران اسلامی جمهوريت د دې ناستې د رييس په توګه ټولو هېوادونو ته بلنه وركوی چې د اغيزمن ګډون او د نړی په پريكړو كې جدی او فعاله رول ولوبوی او دا غورځنګ چمتو دی چې له ملګرو ملتونو سره د اصلاحاتو او مناسبو كړنو د ټاكنو په برخه كې مرسته وكړی.
1108119