IQNA

د ماشومانو لپاره د قران د قرائت خصوصی ټيلی ويژنی سيالۍ جوړیږی

20:01 - September 28, 2012
د خبر لمبر: 2421448
نړيواله ډله: له ٩ تر ١٣ كالو پورې د ماشومانو لپاره د قران شريف د قرائت خصوصی ټيلی ويژنی سيالۍ د الجزيره ماشومانو د چېنل لخوا په راتلونكې رمضان مبارك كښې جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د The Peninsula د اطلاع رسونې په نقل سره رپوټ وركړ، د ټولې نړۍ قاريان كولې شی په دغو سياليو كښې د الجزيرې د ماشومانو چينل كښې د دې وېباڼې http://www.jcc-quran-competition.tv له لارې د نوم په درج كولو او د خپل قرائت د فېلم په لېږلو سره په دغو سياليو كښې ګډون وكړی.
له ٩ نه تر ١٣ كالو پورې د ټولې نړۍ ماشومان د د روان هجری نمريز كال د دلوې د مياشتې تر ١٣ نېټې پورې وخت لری چې دغه وېبپاڼې ته په رجوع كولو سره په دغو سياليو كښې د ګډون له شرائطو او ضوابطونه چې په عربۍ او انګرېزۍ ژبه وركړې شوی دی د خپرېدو په ترڅ كښې په دغو سياليو كښې چې ((تاج نور)) نوم لری نومونه درج كړی.
له دې وروسته به د دې مرحلې د غوره كسانو نومونه د په بله مرحله كښې د ګډون لپاره معرفی شی د سيالی كوونكو د قران شريف د قرائت وېډيو به هم د روژې د راتلونكې مباركې مياشت په دوران كښې له دغه ټيلی ويژنی چېنل څخه خپرېږی.
1107552
captcha