د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د journaldemontreal د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغې اسلام دښمنې ډلې اعلان كړے دے چې په راتلونكې ميلادی اكتوبر مياشت كښې په ټورېنټو ښار كښې د اسلام په خلاف دغه ګستاخانه امريكائی فېلم خپروی.
همدارنګ د امريكې د فلوریډا د يوې وړې ګرجې پادری تری جونز له دې مخكښې یې هم د قران شريف نسخې سوزولې وې اراده لری چې د دغه فېلم د ښودلو په مراسمو كښې ګډون وكړی.
په داسې حال كښې چې ويل كیږی دغه فېلم د تری جونز په ملاتړ سره جوړ شوے دے، دغه ګستاخ امريكائی پادری د امريكې له مطبوعاتو سره په مركه كښې دعوا كړې ده چې تر اوسه یې دغه فېلم په كامله توګه نه دے ليدلے او هيله ده چې د كېنیډې په ټورنټو ښار كښې په مراسمو كښې به یې پوره وګوری.
د كېنېډې دغې شدت پسندې ډلې تر اوسه د اسلامی مقدساتو په توهين كښې د دغه فېلم د ښودلو ټاكلے ځاے نه دے اعلان كړے؟
1107646