IQNA

په بحرېن كښې مظاهرې هم هغه شان روانې دی/ دوه تنه زخميان شول

7:05 - September 30, 2012
د خبر لمبر: 2422367
نړيواله ډله: بحرينيانو پرون د تلې د مياشتې په اومه نېټه د دغه هېواد له دارالحكومت منامې سره نزدې د مظاهرو په كولو سره د خپلو حقو غوښتونو د پوره كولو غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ په دغو مظاهرو كښې ګډون كوونكو د آل خليفه د حكومت د لرې كولو په شمول د خپلو حقو حقوقو په پوره كېدو باندې پخلے وكړ.
د بحرېن امنتيی ځواكونو د آل سعود د غاصبو ځواكونو په ملاتړ سره په مظاهره كوونكو باندې د اوښكو بيوونكو ګېسونو په شېندلو او غږيزو بمونو په ويشتو سره دوه تنه مظاهره كوونكی زخميان كړل.
د رارسېدلو رپوټونو له مخې د بحرېن پوليسو همدارنګ له منامې ښار سره نزديو په ځينو كليو باندې په حملو سره په مظاهرو كښې د دغو كليو د خلقو له ګډون څخه مخنيوے وكړ. خو د دې باوجود ګڼ شمېر بحرينی مسلمانانو د منامې ښار په پرامن مظاهرو كښې ګډون وكړ. مظاهره كوونكو همدارنګ د آل خليفه په جېلونو كښې د پرتو بې ګناه كسانو د ازادولو غوښتنه وكړه.
د منامې د جمعې د نمانځۀ خطيب ايت الله شېخ عيسۍ قاسم هم پرون د جمعې د نمانځۀ په خطبو كښې په دې خبره پخلے وكړ چې هغه دروند قيمت چې د بحرېن ملت یې د خپلو اولادونو د وينو په وركولو سره ادا كوی دا ملت په هېواد كښې د بدلون لپاره د خپل غورځنګ او انقلاب په لاره كښې لازيات مصمم كوی.
1109095
captcha