IQNA

د پېرس ولسوالۍ د اسلام مخالفې ډلې په مظاهرو بنديز ولګوۀ

7:05 - September 30, 2012
د خبر لمبر: 2422369
نړيواله ډله: فرانس د دارالحكومت پېرس ولسوالۍ اعلان وكړ چې د ((نيشنلسټی ځوانان)) نومې د اسلام د مخالفې ډلې په مظاهرو چې ټاكل شوې وه نن د تلې د مياشتې په اتمه نېټه وشی بنديز ولګوۀ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د saphirnews اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، ((نيشنلسټ ځوانان)) نومې د اسلام مخالفې او نئوفاشېسټ ډلې غړيو چې له دې مخكښې یې په ليون او نورو ښارونو كښې د اسلام په خلاف مظاهرې كړې وې فېصله كړې وه چې د هغه څه خلاف چې هغوی یې د فرانس په خاوره باندې د مسلمانانو اوسېدول غېر قانونی بولی نن په پېرس ښار كښې هم مظاهرې وكړی خو حكومتی چارواكو اعلان وكړ چې د دغې غونډې او مظاهرو اجازت یې ورته ورنكړ.
د دغه رپوټ له مخې د دغې ښی پالې افراطی ډلې غړيو تېره مياشت د دې باوجود چې د خپلې غونډې د جوړولو لپاره یې سركاری اجازتنامه نه لره په ليون ښار د اسلام او مسلمانانو په خلاف مظاهرې وكړې چې د هغوی او پوليسو ترمېنځ د نښتو سبب شوې.
((فرانس د فرانسويانو دے)) او ((مسلمانان له فرانس نه وباسئ)) په شان د دغې اسلام دښمنې ډلې تر ټولو مهم اصول دی.
ويل كیږی چې د دغو مظاهرو د مخنيوی لپاره د حكومتی چارواكو فېصله له دې وروسته وشوه چې تېره هفته د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك فېلم په خلا د مسلمانانو په مظاهرو باندې هم بنديز لګېدلے ؤ او د دغو مظاهرو له اجازت وركولو څخه یې ډډه وكړه.
1109439
captcha