IQNA

امريكا د منافقينو ډلګۍ ټولو ترهګرو اقداماتو ذمه واره ده

12:43 - September 30, 2012
د خبر لمبر: 2422861
سياسی ډله: د ترهګرو ډلو له فهرست څخه د منافقينو د ترهګرې ډلې د نوم په ليرې كولو كښې د امريكا له اقدام وروسته حجه الاسلام مهدي طايب، امريكا د دغه ډلې د تيرو، اوسنيو او راتلونكو ترهګرو اقداماتو مسوله وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلي مهدي طايب د امريكا د حكومت د غير مسولانه اقدام په سخت غندلو سره وويل واشنګټن به له خپلو نړيوالو او حقوقی ژمنو سره په دا ډول توپير لرونكی اقدام سره د منافقينو د ترهګرۍ ډلې د ټولو تيرو، اوسنيو او راتلونكو ترهګرو اقداماتو مسوله شی او بايد په اړه یې ځواب وركړی.
حجه الاسلام مهدي طايب ويلی دی دامريكا حكومت بالاخره له منافقينو ترهګرې ډلې په ملاتړ كښې له كالونو كلونو پټو ملاتړونو وروسته ددغه هيواد د ترهګرو ډلو له فهرست څخه ددغه ډلې د نوم په ليرې كولو سره د ايران پر ضد د خپلو اقداماتو فهرست اوږد كړی او په دغه اقدام سره یې ثابته كړه چې د امريكا كارونه له هیڅ منطق سره سمون نه خوری.
حجه الاسلام مهدي طايب ټينګار كوی كه څه هم د منافقينو ترهګرې ډلې له كوم خنډ پرته په ډيرې ازادۍ سره په امريكا كښې فعاليتونه كول او كوی یې خو دامريكا حكومت دترهګرو ډلو له فهرست څخه ددغه ډلې په ليرې كولو سره ثابته كړه چې هماغه راز د ترهګرۍ ښكارندې ته د يوه اوزار په توګه كتلو سره په دې هكله له دوه ګوڼو معيارونو استفاده كوی او د امريكا له نظره ترهګرۍ په دوو (۲) برخو يعنی ښې ترهګرې او بدې ترهګرې ويشل كیږی.
د ويلو ده چې د امريكا حكومت وړمه ورځ د منافقينو دترهګرې ډلې نوم دترهګرو ډلو له فهرست څخه ليری كړ . دمنافقينو ترهګرې ډلې له تيرو كلونو راهسې د امريكا، فرانسې، انګلستان، كاناډا او ځينو نورو اروپايی هيوادونو په تيره بيا د عراق د پخوانی ديكتاتور صدام په پراخو پوځی او ملاتړونو سره فعاليت كاوه. دغه ډلې تر اوسه دايران او عراق په زرګونو عادی خلك اوحكومتی مسولان په بم چاودنو او حملو كښې وژلی دی . د منافقينو ترهګره ډله په امريكا او ډيرو اروپايی هيوادونو كښې په ډيرې ازادۍ سره ترهګر فعاليتونه ترسره كوی.
1110098

captcha