IQNA

احمدی نژاد: انسانی ټولنه په نړۍ د صالحانو واكمنی غواړی

22:38 - September 30, 2012
د خبر لمبر: 2423086
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن د پوليسو پوهنځی د فارغ التحصيلۍ په نهه ويشتمې دستورې كې د اسلامی ايران د پوليسو (ناجا) مسئوليت يو دروند او بې وقفې مسئوليت وبالهّ
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد وې ويل ، دغه ځّواك د خلكو لپاره د امنيت د احساسولو په لاره كې ښه ګامونه پورته كړی دی.
ډاكټر احمدی نژاد ددې خبرې په كولوسره چې دايران پوليس دايران په امنيت او دخلكو په حقوقو او پولودتيریګرو په وړاندې پياوړی ډال دی زياته كړه دوخت په تيريدا سره ددغه ځواك مسئوليت او ماموريتونه به هم زيات شی .
د اسلامی ايران ولسمشر دپوليسواو دايران دولس ښو ملګرتياؤ او اړيكوته په اشارې سره ټينګار وكړ ايران په دې زمينې كې دنړيوالو لپاره يو بيلګه دی
1110452
captcha