IQNA

د بحرينې زلمی د شهادت لړزونكی تفصيلات

22:47 - September 30, 2012
د خبر لمبر: 2423135
نړيواله ډله: د اولس كلن بحرينی زلمی د شهادت تفصيلات د دې بيانوونكی د يچې په له درې میټرو فاصلې څخه په ډزو سره ولګېد.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل په نقل سره رپوټ وركړ، شهيد علی حسېن نعمه د جمعې ورځ د تلې د مياشتې په اومه نېټه له درې میټرو فاصلې څخه د آل خليفه د ځواكونو په ډزو ولګېد؛ چې دا مسئله د دې ښودنه كوی چې په دغه ځوان باندې د آل خليفه د عناصرو د ډزو مقصد د هغۀ قتلول وو.
د شاهدانو په قول د آل خليفه ځواكونو په پرامن مظاهرو كښې د ګډون كوونكو له ځپلواو خورولو نه پس په لارو كوڅو كښې په هغوی پسې ځغلېدل او چې كله یې دغه زلمې علی حسېن نعمه وموند تنو له درې میټرو فاصلې نه یې ورباندې ډزې وكړې او يو پوليس د هغۀ په سينه باندې په پښو سره اودرېد. بيا یې دغه زلمے تر شلو مېټرو پورې راكاږلو چې د جرم له ځاے څخه یې لرې كړی.
د دغه زلمی د مړی له معائنې نه پس معلومه شوه چې د هغۀ د بدن په مختلفو برخو باندې د ګوزارونو او زخمونو نښې نښانې دی چې دغه زخمونه او داغونه په زمكه باندې د هغۀ د راښكلو په وجه جوړ شوی دی.
له بلې خوا د بحرېن پوليسو پرون د دغه بحرينې زلمی چې د جمعې په ورځ د پوليسو په لاس شهيد شوے ؤ په جنازه كښې د زرګونو ګډون كوونكو په لور ډزې شروع كړې چې د دغو بې حس كوونكو ګوليو په سبب يو شمېر كسان ژوبل شول.
په زرګونو بحرينی خلق د جمعې په ورځ د بحرېن د وزيراعظم خليفه بن سلمان آل خليفه د استعفا نعرې یې وهلې سړكونو ته رووتل او سختې مظاهرې یې وكړې
د بحرېن د باچا ترۀ خليفه بن سلمان چې له ١٩٧١ ميلادی كال څخه د وزيراعظمۍ په پوسټ باندې مقرر كړې شوې دے د بحرېن له شيعه مسلمانانو سره سخته كينه او تعصب لری.
1110077
captcha