د ايران قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا)د rfi داطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د ((انصاردين)) نومې شورشيانو سلفيانو چې له دې مخكښې یې په تومبوكتو ښار كښې څو اسلامی لرغونی اثار او ((سيد يحيی)) نومې جومات چې د يونېسكو د نړيوالو اثارو په فهرست كښې شامل ؤ وران كړی وو پرون په ګوندام ښار باندې په حملې سره د افاموبو بقعه په كامله توګه ورانه كړه.
سلفی شورشيانو وړمه شپه ددغه ښار د جومات امام سخت وهلې وو او پرون یې د ګڼ شمېر خلقو د سترګو په وړاندې چې له دغو وسله والو سلفيانو سره یې د مقابلې توان نۀ لرۀ دغه تاريخی او اسلامی بقعه ويجاړه كړه.
دغې شدت پسندې ډلې چې د وهابی عقائدو په بنياد د اسلامی اثارو او مزارونو زيارت بدعت او شرك ګڼی د تومبو كتو ښار له شپاړسو اسلامی اثارو څخه نهۀ لرغونی اثار ړنګ كړی دی چې دې چارې د اسلامی هېوادونو او د يونېسكو د تنظيم اندېښنه رامنځته كړې ده.
دغې افراطی وهابې ډلې چې تقريباً شپږ مياشتې مخكښې یې دمالی دغه شمالی برخه قبضه كړې ده د چنګاښ د مياشتې له لسمې نېټې نه د تومبوكتو ښار د اسلامی اثارو د ړنګولو عمليات په دې بهانه چې د مزارونو او مقدسو ځايونو زيارت كول يو ډول بدعت او د اسلام خلاف عمل دے شروع كړی دی.
1110351