IQNA

د بهرنيو چارو د وزارت ويندویې د بحرين بې بنياده دعوا رد كړه

21:43 - October 01, 2012
د خبر لمبر: 2423902
سياسی ډله: رامين مهمان پرست د بحرين د بهرنيو چارو د وزير دا بې بنياده دعوا چې زمونږ هيواد د نورو هيوادونو په داخلی چارو كښې لاس وهی رد، كړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې بهرنيو چارو د وزات له اطلاعاتو او مطبوعاتو ادارې یې نقلوی، د بهرنيو چارو د وزارت ويندویې رامين مهمان‌پرست، د ملګرو ملتونو په سازمان كښې د بحرين د بهرنيو چارو د وزير دا بې بنياده دعوا چې زمونږ هيواد د نورو هيوادونو په داخلی چارو كښې لاس وهی رد، كړه.
مهمان‌پرست وويل: داسې زړې او تكراری دعوې نورې بيكاره دی او له دې وړاندې چې كوم واقعيت ولری د مذهبی پوښتونو له ځوابونو د تښتيدو لپاره ترسرسره كیږی او دې دعوو سره د سيمې حالت نه بدلیږی.
هغه همدارنګ د ملګرو ملتونو د سازمان په عامې غونډې كښې د ايران د دريو خصوصی جزيرو، ابوموسی، لوی تنب او وړوكې تنب باندې هم ټينګار وكړ: دا جزيرې د ايران نه جدا كيدونكی برخې دی او تل به د ايران برخه وی.
1110816
captcha