IQNA

«په قرآن كريم كښې عام حقونه» سمينار د لړم د مياشتې په 15 نیټه ترسره كیږی

21:43 - October 01, 2012
د خبر لمبر: 2423905
د تفكر ډله: «په قرآن كريم كښې عام حقونه» نړيوال سمينار د زده كړې او د ښاريانو د حقونو د څیړنو د مرستيال، د ولس مشر د حقوقی مرستيال او د نورو علمی او كلتوری غونډو په مرسته د لړم د مياشتې په 15نټه دې كال په بهشتی پوهنتون كښې ترسره كیږی.
د «په قرآن كريم كښې عام حقونه» نړيوال سمينار مشر محمد آدمی، د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو «په قرآن كريم كښې عام حقونه» د نړيوال سمينار د د زده كړې او د ښاريانو د حقونو د څیړنو د مرستيال، د ولس مشر د حقوقی مرستيال او د بهشتی پوهنتون د بشری حقونه، صلح او ډموكريسی غونډې، د هيواد د قرانی چارو رواجولو او پراختيا مركز او د اسلامی كلتور او اړيكو د سازمان په مرسته د لړم د مياشتې په 15 نیټه په شهيد بهشتی پوهنتون كښې، د ترسره كيدو خبر وركړ.
هغه زياته كړه: دا نړيوال سمينار د پوهنتونو او بيلا بيلو څیړونكو مركزونو په مرسته لكه د تهران پوهنتو، علامه طباطبايی پوهنتون، باقر‌العلوم(ع) پوهنتون، باقرالعلوم(ع) پوهنځای، د اسلامی علمونو رضوی پوهنتون، جامعة‌المصطفی(ص)العالمية، د اسلامی تفكر او كلتور څیړنځای، د شيخ مفيد پوهنتون، د تهران د عامو حقونو د مطالعو د مؤسسې، د شهيد مطهری د مدرسې، د ايران د ملی كتابتون او د اسنادو د سازن او د اسلامی مذهبونو د تقريب نړيوالې غونډې، د قران د معجزې څیړنځای او نورو... په مرسته ترسره كیږی.
تر اوسه پورې په دې لړ كښې ډېر مقالې د دې سمينار دبيرخانې ته راغلی دی چې د بهرنيو هيوادونو او ايران لويو استاذانو ليكلی دی.
1111027
captcha