د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د OIC د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، اكمل الدين احسان اوغلو د دغو پېښو د قربانيانو كورنيو ته د تسليت او تعذيت په وړاندې كولو سره د عراق له ټولو سياسی ډلو څخه وغوښتل چې خپل اختلافات دې ختم كړی او د دغه هېواد ملی ګټو ته د ترجيح په وركولو سره دې امنيت ، قراری ، وحدت او يووالے دغه هېواد ته راستون كړی.
هغه همدارنګ د عراق له خلقو څخه وغوښتل چې له داسې اقداماتو څخه چې د عراقی ډلو ترمېنځ د جنګ جګړو سبب كیږی په زغم سره ډډه وكړی.
په پرونيو دهشتګردانه حملو كښې د عراق د ديالی صوبې په المدائن سيمه كښې درې ايرانی زائران شهيدان شول.
دغه چاودنې هغه وخت رامنځته شوې چې په المدائن سيمه كښې د حضرت سلمان فارسی (رح) له مزار سره نزدې د ايرانی زاېرانو يو بس روان ؤ او پكښې درې تنه شهيدان او اتلس تنه نور ژوبل شول.
په دغه پېښه كښې همدارنګ د عراق څلور تنه امنيتی ځواكونه او دوه تنه ښاريز هم شهيدان شول.
1110872