د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د AfricanManager د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،د تيونس د سټېټ بېنك مشر وړمه ورځ د تلې د مياشتې په اتمه نېټه اعلان وكړ، دغه هېواد په دې لټه كښې دے چې د نوی ٢٠١٣ ميلادی كال په شروع كېدو سره خپل بېنكی سېسټم اصلاح كړی او خپلې مالی سرچينې زياتې كړی.
چدلی اياری د اسلامی اقتصادی په موضوع سره د يو كانفرنس په ترڅ كښې وويل: په تيونس كښې به د نوی ميلادی كال په شروع كېدو سره په وړومبی ځل اسلامی بهادارې پاڼې جوړې شی او دا د ٢٠١٣ كال د بجټ د پروګرام يوه برخه ده.
هغۀ همدارنګ وويل: همدا اوس په هېواد كښې د اسلامی اقتصادو په زمينه كښې يو لړ مطالعې روانې دی چې د اسلامی بهادارو پاڼو پروګرام له هغو څخه دے.
د تيونس د اقتصادياتو وزارتړ د مسلمانانو د چارو وزارت او همدارنګ مركز يا سټېټ بېنك په دغه هېواد كښې اقتصادياتو په ډګر كښې د اسلامی قوانينو د جوړولو لپاره يو شمېر كمېټۍ جوړې كړی دی چې د دغه هېواد په اسلامی بېنكونو كښې چې پكښې دوه بېنكونه شامل دی اسلامی اقتصادی نظام اجراكړې شی.
1110091