دايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د francetv د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په برطانيه كښې مېشته د هندی نسله مرتد ليكوال سلمان رشدی پرون د تلې د مياشتې په لسمه نېټه د جرمنی په پائېتخت برلېن كښې په يو اخباری كانفرنس كښې د دې په بيانولو سره چې په ١٩٨٨ كال كښې دايت الله خمينی لخوا جاری شوې فتوا نړيوال او تاثير كوونكی اړخونه لرلې دی وويل: د دې باوجود چې دغه فتوا په داسې وخت كښې جاری شوه چې يوازې ټيلفون او فېكس موجود ؤ خو بيا یې هم نړيوال اړخ پېداكړ، حال دا چې اوس دغه فتوا په اېنټر نېټ او د فېس بك او ټویټر په شان سایټونو كښې هم په تيزۍ سره خپریږی چې په دې وجه د زيات خطر احساس كوم.
د خداے دګران رسول (ص) او اسلامی مقدساتو په هكله ګستاخی كوونكی دغه ليكوال وويل: نن داطلاع رسونې چارې زياته چټكتيا پېدا كړې ده او كله چې د نړۍ په يو ګوټ كښې چرته يوه پېښه رامنځته شو نو ټول خلك ترې خبریږی او چې دا چاره زما په شان كسانو لپاره زياته خطرناكه ده.
رشدی په هغو كسانو باندې په نيوكې سره چې د نورو د جذباتو د مجروح كولو سره د مبارزې د كلتور د ترويج غوښتونكی دی وويل: دغه كلتور په هیڅ وجه د قبول وړ نه دے ځكه چې هنر پكار دی د بيان د ازادۍ په خدمت كښې وی او په داسې يوه دنياكښې چې هیڅ څيز زمونږ جذبات اواحساسات مجروح نه كړی زياته جنجالی په په نظر راځی.
دغه مرتد ليكوال په دې وروستيو كښې يو شپږ سويز كتاب ليكلے دے او په خپل بدل نوم (( جوزف آنتون)) سره یې دخپل ژوند حالات ليكلی دی.
1111801