د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Palestine Info د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د صهېونېسټ مېشته ښارګيو د جوړولو په مقابل كښې دمقاومت او له زمكو څخه د دفاع ملی ادارې په خپل اونيز رپوټ كښې اعلان وكړ: په تېره هفته كښې په لويدیځه غاړې باندې دصهيونېسټ مېشته ښارګيو د اوسېدونكو حملې زياتې شوې دی.
دغې ادارې همدارنګ د قدس شريف د نيولو او په دغه سيمه كښې د نويو كورونو د جوړولو د منصوبې د پوره كولو لپاره د غاصبو ځواكونو له كوششونو څخه خبر وركړ.
دغه رپوټ د دې بيانوونكے دے. چې د اسرائيلو حكومت د دغه رژيم د دفاع د وزير ايهود باراك د منصوبې په اجرا كولو سره غواړی د قدس شريف په مركزيت سره د فلسطين د حكومت له جوړولو څخه عمل وكړی.
باراك اعلان كړے دے چې د يهودی ښارګيو د كنټرول ساتل چې نوی فيصده اسرائيلی ښاريز پكښې اوسیږی او د اردن په دره كښې د فوځی كنټرول په اختيار كښې اخېستل له هغو اقداماتو څخه دی چې د دغې منصوبې په لړ كښې ترسره كیږی.
په دغه رپوټ كښې راغلی دی چې قابضو ځواكونو همدارنګ د بيت اللحـم په جنوب كښې د درې سوو صهيونېسټی كورنو جوړول شروع كړی دی او ورپسې د قدس شريف نيول او د لويدیځې غاړې هپ جنوب كښې د بيت اللحم په زمكو كښې د ستر بېت المقدس جوړولو منصوبه په ځان پسې لری.
1111016