IQNA

حماس صهيونسټی رژيم د دريمې انتفاضې په پيلولو باندې وګواښۀ

23:06 - October 02, 2012
د خبر لمبر: 2424786
بين المللی ډله: د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) په قدس شريف او مسجدالاقصی باندې د صهيونسټی رژيم د تيری په غبرګون كښې ګواښ وكړ: د فلسطينيانو دريمه انتفاضه به ډيره ژر پيل شی.
د «Alresalah» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د حماس غورځنګ وياند فوزی برهوم د دغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: د فلسطينيانو د نيول شويو خاورو اوسنی شرايط د هغو شرايطو او حالاتو په شان دی چې د فلسطين دويمې انتفاضې بڼه ونيوله.
برهوم دې ټكی ته په اشارې سره چې اسرائيل هڅه كوی څو خپل نژاد پال سياستونه په قدس او مسجدالاقصی باندې وتپی، ووئيل: دريمه انتفاضه به د اسلامی مقدسو اماكنو د حمايت په هدف سره ترسره شی.
دوی زياته كړه: د فلسطين د كورواكو تشكيلاتو دولت هیڅكله د اسرائيلو سره مذاكره او خبرې اترې بندې نكړې او په همدې دليل اسرائيلو دا جرائت پيدا كړ چې د قدس شريف د خلكو پرخلاف خپلو غيرقانونی سياستونو ته دوام وركړی.
د حماس وياند ووئيل: عربی او اسلامی هيوادونو د قدس شريف او مسجدالاقصی پرخلاف د تجاوزاتو او تيريو د بندولو لپاره په اسرائيلو باندې جدی فشار نه دے وارد كړے. 1112204

captcha