د الكوثر نړيوال چينل د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه كتنه كښې چې د الكوثر شبكې مدير او د عمومی روابطو مدير پكښې هم شتون درلود، وړومبې عبدالخالق حمدی د اهل بيت(ع) راډيو او د هغۀ د فعاليتونو تعارف وكړ او وئې وئيل: دغه راډيو په كال ٢٠٠٦ميلادی كښې خپل فعاليت په يو ساعته خپرونو سره په سډنی ښار كښې پيل كړ او اوس د اسلامی معارفو، فقې او د اهل بيتو(ع) د سيرې په اساس د ٢٤ساعته پروګرامونو په نشرولو سره خپلو فعاليتونو ته دوام وركوی.
بيا د الكوثر سپوږمكيز چينل مدير خندق آبادی دوی ته د هركلی وئيلو په ترڅ كښې او دې ټكی ته په پام سره چې اهل البيت(ع) راډيو اراده لری چې د آسټريليا د عربی ژبو مسلمانانو لپاره يو ټی وی چينل هم پرانزی، د دوه اړخيزو همكاريو لپاره د الكوثر چينل د چمتووالی خبر وركړ او وئې وئيل: دې ټكی ته په پام سره چې په آسټريليا كښې زمونږ ځينی كتونكی زمونږ پروګرامونه د انټرنیټ له لارې ګوری، د ځائی شبكې له لارې په آسټريليا كښې د دغه چينل د برنامو خپريدل ډير اغيزمن كيدې شی او مونږ به د اسلام د مبين دين او د تشيع د مذهب د مقدسو اهدافو د خپرولو په لړ كښې په هیڅ كار او كوششه مخ وانه ړوو.
د دغې غونډې په پائې كښې وټاكله شوه چې د ګډو توليداتو او پروګرامونو د تبادلې په لړ كښې د همكارۍ د موافقه ليك مسوده دې چمتو كړې شی.
1111931