د المنار خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د امام موسی صدر د برخليك د تعقيبونې كمیټې د ليبيا پلازمينې طرابلس ته د راتلونكې اونۍ په وړومبيو كښې د قاضی حسن الشامی په مشرۍ د يو پلاوی د لیږلو خبروركړ چې د امام موسی صدر او د هغوی د ملګرو د برخليك په اړه يولړ تحقيقات ترسره كړی.
په طرابلس كښې د لبنان د سفارت شاذدافير حسن صالح به د دغه پلاوی سره ملګرے شی څو د ليبيائی چارواكو سره په سلامشورو سره د امام موسی صدر او د هغوی د ملګرو برخليك تعقيب كړی.
د رارسيدلو رپورټونو له مخې: دغې كمیټې د يوې بيانیې په صادرولو سره اعلان وكړ: په څو وروستيو ورځو كښې په ځينو ګروهی رسنيو كښې خپارۀ شوی خبرونه صحت نلری او تش دروغ دی. 1112854