د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امت واحده نړيوالې اتحادیې د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه پروګرامونه يوازې هغه اصلی سيمينارونه دی چې په دې هفته كښې جوړیږی او د سيمينارونو په ترڅ كښې يو لړ نور پروګرامونه هم جوړ شی.
د امت واحده نړيوالې اتحادیې د اطلاعیې له مخې دغه پروګرامونه په دا ډول دی:
نن د تلې د مياشتې په ديارلسمه نېټه به د قم په مقدس ښار د اسلامی تبليغاتو په هال كښې ماسپښين درې بجې كیږی او د قم د دينونو د پوهنتون مشر حجت الاسلام والمسلمين نواب ، د شهيد علی شېخ پلار او فرورۍ د څوارلسمې د ائتلاف وياند عبدالرؤف الشائب به وېناګانې كوی.
د خالی په ورځ د تلې د مياشتې په پينځلسمه نېټه به د تهران په پوهنتون كښې ماسپښين دوه بجې جوړیږی او د بحرېن د ننګياليو غورځنګ مشر سعيدالشهابی، د شهيد محمود ابوتاكی مور او پلار به وېناګانې كوی او همدارنګ به د بحرېن يو ماشومه منظوم كلام وړاندې كوی
هم دخالی په ورځ د تلې د مياشتې په پينځلسمه نېټه به په په اهواز ښار كښې د شهيد چمران پوهنتون كښې سهار يولس بجې جوړیږی چې د بحرېن د ننګياليو د غورځنګ د بشری حقوقو د څانګې مشر عباس العمران او انقلابی فعال مشر محمد كاظم الشهابی به وېناګانې كوی.
هم د خالی په ورځ د تلې د مياشتې په پينځلسمه نېټه به د شيراز ښار په سيد الشهداء (ع) امامباړه كښې ماښام اوۀ بجې شروع كیږی او د بحرېن د عمل جمعيت د غړی سيد جعفر العلوی او د الوفاق جمعيت غړی او د الؤلؤ چېنل ډائرېكټر به پكښې وېناګانې كوی.
د ايتوار په ورځ د تلې د مياشتې په ١٦ نېټه به په مشهد مقدس ښار كښې په فردوسی پوهنتون كښې په اعدام باندې د محكومو د استاد مشيمع زوے علی مشيمع او د علی سنكيس مور او خور به وېناګانې كوی.
1111725