د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې په دغه كانفرنس كښې چې د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د ګستاخانه فېلم دجوړولو او خپرولو باندې په احتجاج كښې دتلې د مياشتې په لسمه نېټه د پاكستان په لاهور ښار كښې جوړ شو د دغه هېواد د هلسنت جماعت مشر سيد مظهر سعيد كاظمی دغه ګستاخانه اقدام وغندۀ.
هغۀ وويل: د پاكستان خلق د اسلام په خلاف د غربی دنيا له دغو اقداماتو څخه د كركې په څرګندولو سره د دغه ګستاخانه امريكائی فېلم جوړول د بيان دازادۍ له شعار څخه ناوړه استفاده ګڼی او په سختۍ سره یې غندی.
د دغه كانفرنس په دوام كښې د دغه هېواد يو شمېر دينی عالمانو او مفكرانو لكه منيب الرحمن، حامد سيد فضل كريم او سيد رياض حسېن شاه د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم د جوړولو او خپرولو له ذمه وارو كسانو سره د سخت سلوك او سزا وركولو غوښتنه وكړه.
1111712