IQNA

ايت الله خاتمی: اوس مهال له امريكې سره هر ډول خبرې اترې مردودې دی

16:54 - October 05, 2012
د خبر لمبر: 2426010
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله خاتمی په امريكا كې د ايران د اسلامی انقلاب په وړاندې د يوې ډلې جوړيدو ته په اشارې سره وويل اوس مهال له امريكا سره هر ډول خبرې اترې مردودې دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله خاتمی د منافقينو ډلې جنايتونو ته په اشارې سره زياته كړه د مجاهدين خلق په نوم ترهګرې ډلې په ايران كې تر ۱۶ زرو ډير عام خلك او د امريكا په مستقيمه لارښونه د اسلامی ايران مهم شخصيتونه شهيدان كړی دی.
ښاغلی آيت الله خاتمی په دې بيان سره چې اوس مهال ايران او امريكا په وروستۍ كچه يو له بل سره مخامخ دی زياته كړه اسلامی ايران په كلكه د امريكا په وړاندې ولاړ دئ .
ايت الله خاتمی په امريكا كې د ايران د اسلامی انقلاب په وړاندې د يوې ډلې جوړيدو ته په اشارې سره وويل اوس مهال له امريكا سره هر ډول خبرې اترې مردودې دی. ځكه چې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۲۸مه د ترهګرو ډلو له ليسته د منافقينو نوم لرې كړ .
ښاغلی خاتمی په دې بيان سره چې پر ايران بنديزونه لګوونكی هيوادونه په خپله له سختو او بحرانی شرايطو سره مخ شوی زياته كړه د سلطې نظام د ايران په وړاندې اقتصادی جګړه پيل كړې او لكه څنګه چې د صدام رژيم پر وخت د آته كلنې تپلې جګړې په كلونو كې ايران ماته ونه خوړه اوس به هم دا هيواد له دې شرايطو بريالئ ووځی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب له بنديزونو سره سره د اسلامی ايران داخلی حالت ښه وباله خو زياته ېې كړه د تيرو ۳۳ كلونو په څير اوس هم يو شمير ستونزې شته.
1113632
captcha