IQNA

د تركی په اسپارتای ښار كې په 35 ژبو كښې قرانونه خپریږی

20:05 - October 07, 2012
د خبر لمبر: 2426800
د قرانی كارونو ډله: د تركی د اسپارتای ښار د خيرات خپرندويه هر ورځ د قران پاك شل زره قرانونه د دنيا په 35 ژبو كې په شپږو رنګونو كښې خپروی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايشيایې څانګې یې نقلوی چې د خيرات خپرندویې مشر ښاغلی علی ييلديز د زيارت په ورځ وويل چې په 35 ژبو كښې چاپ شوی قرانونه ټولو يورپی هيوادونو بيا په تيره جرمنی، فرانس او برطإنيه ته لیږلی شوی دی.
هغه زياته كړه چې دا خپرندويه په مختلفو رنګونو كښې د قرانونو چاپولو غټ مركز حسابیږی چې روزانه پكښې شل زره قرانونه په بيلابيل قسمونو سره چاپیږی او د چاپ نه وړاندې یې په ډير دقت سره څارنه كیږی.
د خيرات خپرندویې مشر وويل چې دا خپرندويه په ميلادی كال 1383 كښې جوړ شوی ؤ اوس په كښې شپيته كسان په كار مشغول دی.
1113628
captcha