IQNA

مصلحی: د اسراييلو ګواښونه د دغه رژيم د پاتې راتلو نخښه ده

20:06 - October 09, 2012
د خبر لمبر: 2428878
سياسی ډله: د ايران د استخباراتو وزير د اسلامی ايران پرضد د صهيونيسټ رژيم د مشرانو ګواښونه د هغوې د پاتې راتلو نخښه وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د استخباراتو له ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايران د استخباراتو وزير ښاغلی حجت‌الاسلام والمسلمين حيدر مصلحی د ايران پرضد د صهيونيسټ رژيم د وروستيو ګواښونو په باره كښې وويل د اسرايلو رژيم ګواښونه د ايران د اسلامی جمهوريت د اقتدار په مقابل كښې د دغه رژيم د پاتې راتلو نخښه ده.
د ايران د اطلاعاتو وزير حجت‌الاسلام والمسلمين مصلحی وويل د ايران اسلامی جمهوريت به هیڅ كله د جنګ پيلونكی نه وی او حتی د سپیڅلی دفاع په وخت كښې هم ايران د جنګ پيلونكی نه وو خو كه چيرې كوم لوری د ايران پرضد يو كوچنی اقدام هم وكړی له خپل اقدام وړاندې به پريكنده توګه پیښمانه شی.
د ايران د استخباراتو وزير د ايران پرضد د اينټرنیټی ګواښونو په باره كښې وويل دغه ګواښونه هره ورځ شته او د ايران استخباراتی اداره په سايبری فضا كښې هره ورځ د دښمن اقدامات له مينځه وړی او ورسره به مقابله كوی .
ښاغلی مصلحی د امريكا د ترهګرو ډلو له فهرست څخه د منافقينو ډلې د نوم د ليرې كولو په ارتباط د واشنګټن د اقدام په باره كښې وويل امريكا په دغه اقدام سره له منافقينو د ګټه پورته كولو لپاره له دغه ډلې خپل ملاتړ ښكاره كړی.
1115340
captcha