د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای خراسان شمالی ولايت ته د خپل سفر په څلورمه ورځ نن د اسفراين ولسوالۍ د لسګونو زره خلكو په پرتمينه ټول كښې په شتون سره وفرمايل د ايران ملت اوس د يوې سترې مقابلې او د ارادو له جنګ سره مخامخ شوی دی چې په دغه ډګر كښې له ډيرو تپليو او طبيعی خنډونو سره سره هیڅ كله د كمزورتيا او ناتوانۍ احساس نه كوی او ډيرو پرمختګونو ته د رسيدا لپاره خپل افق روښانه، جذاب او ښه وينی .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله خامنه ای د هيواد په مختلفو سيمو كښې د شخصيتونو د څرګنديدا لپاره د نسبتا ښو شرايطو رامينځته كيدا، او د علم د تحصيل د پراختيا، د لارو او لويو لارو په شمول د بيخ بنايی تاسيساتو د جوړيدا او د عمومی سرچينو په ويش كښې د هيواد پرمختګونو او د عدالت حالت ته اشاره وكړه او زياته یې كړه كه چيرې د هيواد شرايط په دغه ځانګړنې سره وسنجوو له اسلامی انقلاب څخه د وړاندې وخت په پرتله او دغه راز د ډيرو هيوادونو په نسبت ايران زيات پرمختګونه كړی دی.
حضرت ايت الله خامنه ای د ارادو په جنګ كښې د ټاكونكو عواملو په باره كښې هم وفرمايل د خلكو د دندې پيژندل، وحدت، روڼ اندې، بصيرت او اراده او د ټولو ادارو ملګرتيا او د مسولانو اتحاد هغه عناصر دی چې كولای شی د ايران ملت د خپل پرمختګ ښه مقام ته ورسوی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران د ملت د پرمختګ د مخينوی لپاره د بد غواړو پراخې هڅې او پلانونې ته په اشارې سره ټينګار وكړ هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب له لومړيو څخه د دښمانانو دسيسې ناكامه شوې په دې پړاو كښې به هم د هغوې ټول مكرونه او دسيسې ناكامه شی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لاښود د ايران د ملت د تسليمولو لپاره د اسلامی نظام د دښمانانو درې ديرش (۳۳) كاله ناكامۍ د ايران د ملت او نظام د زياتيدونكی قوت نښه وبلله او جوته یې كړه البته دغه موضوع بايد د غرور سبب نشی او مونږ د دښمن له مكر او حيلو غافل نكړی.
1118570