د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله خامنه ايی ټينګار وكړ د څیړنو او پلټنو په اساس كه د لويدیځ كلتور د يوه مهاجم او يرغل كوونكی كلتور په توګه په هر هيواد كې دود شی د هغه ملت كلتور او هويت له منځه وړی.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ايی په لويدیځو او په لودیځ پورې تړليو هيوادونو كې د كورنۍ له منځه تلو ستونځې او اخلاقی بحران ته په اشارې سره زياته كړه د لودیځ كلتور كه په ظاهره پرمختګ ښكاری خو باطن ېې د شهوت ، ګناه او معنويت ضدمادی ژوند دئ چې له انسانيت سره په تضاد كې دئ.
د انقلاب معظم لارښود د هنر له اوزار څخه د لودیځ ناوړه ګټې اخيستنې ته په اشارې سره څرګنده كړه لودیځ سياستوال له سينما او هنر څخه په ناوړه ګټې اخيستنې سره په نورو ټولنو كې د لودیځ مادی كلتور دودوی تر څو پر هغوی سلطه پيدا كړی . هغوی په يوه وخت له تحجر او بنسټ پالنې سره په څنګ كې له سيكولريزم څخه هم مخ اړول اړين وبلل او زياته ېې كړه يو شمير ويناوې او تبليغات دينی ظاهر لری خو په اصل كې له ژوند څخه د دين د لرې كولو لټه كوی.
د انقلاب معظم لارښود هم دا راز څرګنده كړه په علم، صنعت او سياست كې پرمختګ چې د اسلامی تمدن اصلی اړخ جوړوی حقيقی پرمختګ ،لوړاوی امنيت او سولې ته د رسيدو حقيقی لارې دی .
حضرت آيت الله العظمی خامنه ايی د ژوند لارې او سبك ته د اسلام ژورې پاملرنې ته په اشارې سره ټينګار وكړ په اسلامی معارفو كې د عقل اصطلاح په خپل جامع مفهوم كې د ژوند له سبك سره مترادفه ده او په قرانكريم كې په دې اړه ډير آيتونه شتون لری.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله خامنه ايی ټينګار وكړ د لودیځ د مقلدو هيوادونو پر خلاف هغه هيوادونه چې د لودیځ پر خلاف ېې د توحيد مكتب غوره كړئ حقيقی او هر اړخيز پرمختګ ته رسيدلی او هم ېې خپل كلتور عميق او جرړه ور كړئ او تمدن او كلتور ېې په نړۍ كې پراخ شوئ دئ.
د انقلاب معظم لارښود ټينګار وكړ اسلامی انقلاب د ډير توان ، انرژۍ او ظرفيتونو درلودونكئ دئ چې كولای شی ټول خنډونه له منځه يوسی او كولای شی ممتاز ، متعالی ، پياوړئ او پرتمين اسلامی تمدن د نړيوالو نندارې ته وړاندې كړی.
1119334