IQNA

احمدی نژاد د اكو د سياسی، اقتصادې او تحقيقاتی ملګرتياؤ ټولنې د جوړيدو غوښتنه وكړه

18:51 - October 16, 2012
د خبر لمبر: 2432909
نړيواله ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په باكو كښې د اكو د غړو هيوادونو په سرمشريزه كښې وويل اكو د غړو هيوادونو د خصوصی او حكومتی شركتونو د استازو په شتون سره ، د اقتصادی ملګرتياؤ د ودې لپاره اغيزمنې مرستې كولای شی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمدی نژاد د اكو د غړو هيوادونو تر مينځ د اقتصادی،صنعتی او كرهڼيزو ملګرتياؤ په پراختيا ټينګار وكړ او ویې ويل د اكو د غړو هيوادونو د ګډون اصل بايد د ګمركی اقداماتو غږملتيا او د علمی او ټكنالوژيكی ملګرتياؤ پراختيا وی.
د اسلامی ايران ولسمشر وويل اكو غړی هيوادونه د ريلی ترانسپورټ په بشپړولو سره د كسپين سمندرګی ،عمان سمندرګی،فارس خليج،اژه سمندر او تور سمندر له ظرفيتونو غږمله ګټه پورته كړی .
همدغه راز يو بل خبر وايی د اسلامی ايران ولسمشر د اكو د سرمشريزې تر څنګ د پاكستان له ولسمشر آسف علی زرداری او د تركيی له لومړې وزير رجب طيب اروغان سره هم كتلی اود دوه اړخيزو ، سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په هكله یې ورسره خبرې اترې كړی دی .
د افغانستان ولسمشر حامدكرزی هم په دغه سرمشريزه كښې وويل له سيمه ايزې ملګرتيا پرته د ترهه ګرۍ مخنيوی نا شونی حامدكرزی وويل د اكو د غړو هېوادونو په حوزه كې ډير امكانات او فرصتونه شته چې كه مونږ له هغو څخه سالمه استفاده وكړو، كولای شو په ډيرو ستونزو برلاسی شو حامد كرزی په سيمه كې د ترهه ګرۍ ګواښ ته اشاره وكړه او ویې ويلد اكو غړی هېوادونه له ګډو جدی ستونزو او ګواښونو سره مخامخ دی، د دغو ټولو ننګونو په سركې ترهه ګرې ده .
هغه وويل موږ بايد ریښتونې ډول دا ومنو چې ترهه ګرې زموږ په سيمه كې د داسې پټن ځايونو لری او آسانتياوی ورته برابری شوی چې د سيمې د دولتونو د ګډې صادقانه مبارزې پرته د هغه د له منځه وړلو په لاره كې برياليتوب نا شونی دی.
هغه وويل په افغانستان كې پر فعالوترهه ګرو ډلو سربيره د القاعدې او د پاكستان د طالبانو تحريك (تی تی پی)، په څېر نړيوالې ترهه ګرې ډلې له څو كلونو راهيسې زموږ په سيمه كې شتون لری،روزل كیږی او په ورانونكو فعاليتونو لاس پورې كوی.
ښاغلی حامد كرزی څرګنده كړه چې افغانستان په خپل ټول توان سره هڅه كوی چې ګاونډيو هېوادونو ته د دغو ترهه ګرو ډلو له رخنې څخه مخه ونيسی. همدغه راز زمونږ خبريال وايی چې د پاكستان ولسمشر هم د اكو سرمشريزې ته وينا وكړه او ویې ويل ترهه ګر زمونږ په راتلونكې اغيزې نه شی كولای، او مونږ به پخپله خپل راتلونكی وټاكو .
د اكو په سرمشريزه كښې د تركيی لومړی وزير رجب طيب اردوغان هم وينا وكړه او ویې ويل تراوسه تركيه د اكو مشره او نن به یې مشرې آذربايجان ته وسپارل شی. اردوغان د اكو راتلونكې مشرې ام د آذربايجان ولسمشر الهام علی اوف ته وسپارله. د آذربايجان ولسمشر هم په دغه سرمشريزه كښې له اسلام ويرونې سره مبارزه كښې د اكو د غړو هيوادونو د زياتې ملګرتيا غوښتنه وكړه او ویې ويل د اكو غړی هيوادونه بايد په نړيوالو ټولنو كې د سياسی اړيكو د لوړولو لپاره يوه له بله ملاتړ وكړی.
هغه وويل د اكو غړی هيوادونه بايد د اسلام د دين د تبليغولو او له اسلامه د ويرونې له بهير سره د مبارزې او د سولې د دين په توګه د اسلام د معرفی كولو لپاره هڅې وكړی.
د اردن د ترانسپورټ وزير هم په دغه ناسته كښې د څارونكې په توګه ميلمه دی. اكو د تركیې، ايران، پاكستان، افغانستان، جمهوری آذربايجان، قزاقستان، قرقيزستان، تاجيكستان، تركمنستان او ازبكستان په شمول لس غړی لری.
1120835
captcha