IQNA

د بهرنيو چارو د وزارت ويندویې د ايكنا كتنه

21:18 - November 07, 2012
د خبر لمبر: 2444652
سياسی ډله: د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی رامين مهمان پرست پرون د ايكنا خبری اژانس تحريريه برخې ته راغی او د اسلامی نړۍ د لومړنی له ټولو لوی قرانی خبری اژانس ليدنه یې وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی رامين مهمان پرست سره د خپلې كابينې د چهار شنبې په ورځ د لړم د مياشتې په 17 نیټه د ايكنا خبری اژانس تحريريه برخې ته راغی او د اسلامی نړۍ د لومړنی له ټولو لوی قرانی خبری اژانس كښې د خبرونو د راغونډيدو او خپريدو كار سره اشنا شو.
د ويلو ده چې رامين مهمان پرست د 1388 كال د ابان په مياشته كښې د بهرنيو چارو د وزير د مرستيال او ويندويو په توګه وټاكل شو، همدارنګ د دې وزارتخانې رسنو او عامې ډيپلوميسی مشری هم له دوی سره ده.
د ايران قرانی خبری اژانس(ايكنا) د 1424 هجری سپوږميز كال د روژې د مباركې مياشتې په پينځلسمه نیټه چې د 1382 لمريز كال د لړم د مياشتې شلمې نیټې سره سمون لری، (د هغه وخت د اسلامی جمهوری ايران د ولس مشر) حجت‌الاسلام والمسلمين خاتمی په لاس شورو شو. د ايكنا كاركوونكيو د خدای پاك په فضل، د قران پاك د لارښود په رڼا كښې او د امام(ره) په مشرۍ او د اسلامی انقلاب د شهيدانو په لارې تللو سره، خپل كار هره ورځ له 7 خبرونو سره په يوه ژبه (فارسۍ) سره شورو كړ. او اوس دې حد ته رسيدلی دی چې هره ورځ 950 خبرونه په 40 ژبو كښې وكوی چې تر اوسه له يوه مليون خبرونو زيات قرانی خبرونه خپاره كړی دی.
د ايران دا قرانی خبری اژانس قران مجيد له مهجوريته له راوباسلو لپاره دا موخې او غرضونه لری: - د ټولنې په بيلا بيلو ډلو كښې د قران كريم د انسان ساز كلتور رواجول، د ټولې نړۍ او ايران د قرانی چارو په هكله اطلاع رسول، په بيلا بيلو ډګرونو كښې د قران مطلبونه ليكل، ايجادول او منعكس كول، په بيلا بيلو موضوعاتو لكه سياسی، هنری، ادبی، ټولنيز، كلتوری.... كښې د قران كريم په لور د مخ اړولو رواجول، نورو اسلامی هيوادونو ته د قران كريم هغه ماحول، سول چې په ايران كښې حاكم دی، د ټولنې په بيلا بيلو ډلو كښې د قران كريم په هكله د خبرتيا زياتول، په كورنی او بهرنی سطحې كښې د قران كريم د پروګرامونو په هكله د تجربو او بيلګو يو بل ته رسول، د قران كريم په محور سره په بيلا بيلو ډګرونو كښې د كلتوری او فكری جريانونو ايجادول او داسې نور قرانی كارونه.
1133035
captcha