IQNA

احمدی نژاد: ډيموكراسی د ټوپكو په زور، په لاس نه راځی

18:57 - November 08, 2012
د خبر لمبر: 2444856
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمدې نژاد نن په اندونيزيا كې د بالی د ديموكراسۍ په غونډه كې د خپلې وينا په ترڅ كې په وويل چې واقعی او حقيقی ديموكراسی عدالت، پاكۍ او آزادۍ ته له ژمنتيا پرته ممكنه نه ده.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشر د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمدې نژاد زياته كړه ديموكراسی هیڅ كله هم د ټوپك د ميل په زور په نورو نه تپل كیږی.
د ايران ولس مشر چې د ناپيلی غورځنګ پړاويزه مشری هم ورغاړې ده څرګنده كړه كه څه هم نن ورځ ديموكراسی د بشر د حقوقو د تأمين مهمه لاره ګڼل كیږی خو نړيوال استكبار په فلسطين، افغانستان، پاكستان، عراق او نورو سيمو كې د ديموكراسۍ تر چټر لاندې د خلكو وژلې، تاوتريخوالی او ساډوبی ته مخه كړې چې په ښكاره د ملتونو د حقوقو تر پښو لاندې كول دی.
د بالی غونډه په ۲۰۰۸ ميلادی كال كې د اندونيزيا په ابتكار جوړه شوه تر څو په آسيا او اقيانوسيه كې په كلنی ډول د ديموكراسۍ د پراختيا په موضوع بحث وشی او وجاجول شی.
1133180
captcha