د نور قرانی قافلې مشر علیاكبر حشمتی چې حج تمتع ته تللې و د ايرا ن قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د مدينې د شيعو په جمات كښې د قران د مينې محفل د ايران او نورو هيوادونو د ډېرو كسانو په ګډون سره ترسره شو.
هغه په ادامه كښې زياته كړه: په دې پروګرام كښې چې تيره ورځ ترسره شو، د ايرانی حجيانو د مشر ځای ناستی هم ګډون وكړ او هاشمزاده او معتمدی په كښې د قران مجيد ايتونه تلاوت كړل همدارنګ په كښې د «عروهالوثقی» تواشيح ډلې خپله برنامه وړاندې كړه.
1135652