IQNA

مهمانپرست: د نړيوالو ټولنو چپتيا، اسرائيل په غزې د حملو د دوام لپاره، هڅوی

10:11 - November 15, 2012
د خبر لمبر: 2448748
سياسی ډله: د ايران د خا رجه وزارت ويندوی رامين مهمانپرست نن وويل د فلسطين په غزه تړانګې د صهونيسټ رژيم د وحشی ډوله عسكرو د يرغلونو دوام چې د لسګونو فلسطينيانو د شهيديدا او ټپی كيدا سبب كیږی، د دغه رژيم د خپلو بدماشو خويونو بيا بيا تائيد دے.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خا رجه وزارت ويندوی رامين مهمانپرست هم دا راز د فلسطين د ملت په ضد صهونيسټ رژيم د جنايتونو په وړاندې د نړيوالو ټولنو په تيره بيا د بشری حقوقو د ادارو په چپتيا په نيوكو سره ټينګار وكړ دغه چپتيا اسرائيل په غزې د خپلو حملو د دوام لپاره نوره هم لمسوی.
د ايران د خا رجه وزارت ويندوی رامين مهمانپرست روښانه كړه د فلسطينيانو په ضد د صهونيسټ رژيم د جنايتونو د دوام يوه موخه د فلسطين په نيواكی ټاټوبو كې دنننه پر ستونزو د برغولی كیښودل او د عمومی افكارو غړول دی د فلسطين په غزه د صهونيسټ رژيم د خونخوارو عسكرو په حملو كې چې له تيرې شنبې ورځې راهسې پيل شوی تر دې دمه په كې په لسګونو كسان شهيدان اوټپيان شوی دی.
1137767
captcha