IQNA

احمدی نژاد: د ايران ځوانان د انسانی ټولنې او د ايران د ملت ستره پانګه ده

10:11 - November 15, 2012
د خبر لمبر: 2448749
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد وويل د ايران ځوانان به بدغواړو او زور ويونكو ته هیڅ كله د ايران د ملت د ازادی غواړو او خپلواكه غوښتونكی ایډيالونو د ساتنې او پرمختګ په لاره كښې د خنډ رامينځته كولو اجازه ورنكړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر احمدی نژاد پرون په تهران كښې د اسلامی ايران د ځوانانو د ملی انسجام او وحدت په دوهمې غونډ كښې وويل د ايران د اسلامی انقلاب ایډيالونو ته د رسيدا په لاره كښې د خنډ جوړولو او په اسلامی ايران هر ډول تيری ته پیښمانه كونكی او پريكنده ځواب د ايران د اسلامی جمهوريت بدغواړو او ټولو دښمانانو ته د ايران د ځوانانو پيغام دی.
د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد وويل د ايران ځوانان د بشری ټولنې او د ايران د ملت ستره پانګه ده او په ټولو ټولنو كښې د عدالت، پرمختګ، عزت، عشق او انسانيت د ټينګولو هڅه كوی.
د ايران ولسمشر له ايران څخه د خلكو او هيوادونو د ويرولو لپاره د سلطې د نظام د ملاتړو رسنيو او دښمانانو هڅې ته په اشارې سره وويل تاريخ ثابته كړی ده چې ايران تل ملت او كلتور لرلی او هیڅ كله په بل هيواد تيری نه كوی خو د ځان په دفاع كښې قدرتمن دے.
1137593
captcha