سياسی ډله: ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله خامنه ای نن ماسپیښن د سمندری ځواكونو د ورځې په مناسبت د ايران د اسلامی جمهوريت د سمندری فوځ له يو شمير قوماندانانو او مسئولينو سره په كتنه كې د اسلامی ايران لوړو موخو او پر له پسې برياليتوبونو ته په اشارې سره څرګنده كړه د سيمې او نړۍ حالاتو ته په كتنې سره په دې بدلونونو كې د اسلامی ايران برلاسی په ښه ډول څرګندیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله خامنه ای نن ماسپیښن د سمندری ځواكونو د ورځې په مناسبت د ايران د اسلامی جمهوريت د سمندری فوځ له يو شمير قوماندانانو او مسئولينو سره په كتنه كې د اسلامی ايران لوړو موخو او پر له پسې برياليتوبونو ته په اشارې سره څرګنده كړه د سيمې او نړۍ حالاتو ته په كتنې سره په دې بدلونونو كې د اسلامی ايران برلاسی په ښه ډول څرګندیږی .
د رهبرۍ ستر مقام په دې ټينګار سره چې د اسلامی ايران پر ضد د جنجال جوړونې يو مهم لامل هم د ايران برياليتوبونه دی زياته كړه د منځنی ختیځ په اړه د لودیځ او اسلامی ايران د سياستونو په پرتلې سره په ښه ډول څرګندیږی چې د اسلامی ايران سيمه ايز سياست خپلو موخو ته ډير نږدې دئ . د اسلامی ايران د ټولو قواوو عمومی قوماندان د دې هيواد پراخ بندرونه په تيره د عمان خليج بندرونه لويه ملی شتمنی وبلله او زياته ېې كړه كه دولت او مسئولان سمندری سيمو ته په ستراتژيك نظر وګوری دا لويه سيمه كولای شی د اسلامی ايران لپاره ډيرې تواناېۍ او ګټې له ځان سره ولری .
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له وينا وړاندې د سمندری ځواكونو عمومی قوماندان حبيب الله سياری د رهبرۍ د ستر مقام تدابيرو ته په اشارې سره د سمندری ځواكونو د وړتياوو او اوسنيو او راتلونكو پلانونو په اړه مفصل راپور وركړ.
1144196