د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له باب خبری اژانس یې نقلوی چې اسماعيل هنيه وويل بايد فلسطينۍ ډلې له خپل مينځه هر ډول شك او ترديد ليرې كړی او له مقاومته په ملا تړسره دې د اسرائيلو په وړاندې ودریږی .
د فلسطين منتخب حكومت لومړی وزير زياته كړه مونږ دا دی اوس له صهونيسټی دښمن سره د شخړې د نوی مرحلې په وړاندې يو او له اسرائيلو سره وروستی اته ورځنی جنګ په حقيقت كې زمونږ د سپیڅلتياؤ د آزادولو لپاره د چمتووالی زمينه ؤ .
اسماعيل هنيه روښانه كړه،د غزې وروستی جنګ، د فلسطينيانو تر مينځ د دښمنۍ د څنګته كولو لپاره مناسب فرصت ؤ .
د فلسطين لومړی وزير هم دا راز وويل د فلسطين ملت له اسرائيلو سره د مبارزې او مقاومت وړتياوې لری او د دغه تيریګر رژيم په وړاندې د فلسطينيو مبارزانو وروستی بری به د قدس د آزادۍ د لارې پيلامه وی.
1143820