IQNA

د ايران بنيادی اولويت دا دی چې د اسرائيلو په مقابله كښې د مقاومت حمايت وكړی.

20:38 - December 02, 2012
د خبر لمبر: 2457373
نړيواله ډله: غضنفر ركن‌آبادی، د دې خبرې په بيان سره چې څوك اسرائيل سره جنګیږی مونږ ورسره مرسته كوو، ټينګار وكړ: د ايران بنيادی اولويت دا دی چې د صهيونيسټی رژيم په مقابله كښې د مقاومت حمايت وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د المنار سپوږميز چينل له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په بيروت كښې د ايران سفير غضنفر ركن‌آبادی، چې د الجديد سپوږميز چينل سره یې خبرې كولې وويل: مونږ په تير وخت كښې هغه چا سره مرسته كړې ده چې صهيونيسټی رژيم سره جنګيدلی دی او نن هم خپلو مرستو ته ادامه وركوو او د لبنان د فوځ د تيارۍ لپاره مو وړانديزونه كړی دی.
هغه زياته كړه: زمونږ انقلاب د انسانی ارزښتونو انقلاب دی او مونږ ټولې سختې په ځان اخلو خو له خپلې ارزښتونو نه وروسته كیږی.
1146500
captcha