د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د بهرنيو چارو د وزارت د مطبوعاتو له ادارې یې نقلوی، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت ويندويی رامين مهمان پرست ،د كيمياوی وسلو د له مينځه وړلو په زمينه كښې د آمريكا لخوا په پرله پسې ډول د نړيوالو ژمنو خلاف ورزيواو پښو لاندې كولو ته اشاره وكړه او ویې ويل ،د آمريكا اټومی آزمیښت د بې وسلې كيدو په زمينه كښې د امريكا د حكومت د مزورانه چلند يوه برخه ده ،چې نړيواله سوله او ثبات كمزوزی كوی .
د ايران د خارجه وزارت ځانګړې مرستيال ،له اټومی وسلو د پاك مينځنی ختیځ د نړيوال كنفرانس د لغوه كولو لپاره د آمريكا هراړخيزو دباؤنو ته اشاره وكړه ،او د آمريكا لخوا یې نوی اټومی آزمیښت په ډلوژونكو وسلو د تكیې د سياست دوام وباله .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی همدغه راز ټينګار وكړ ،د ايران اسلامی جمهوريت به د ډلوژونكو وسلو ديو قربانی په توګه د ډلوژونكو وسلو د توليد ،ساتلو او كارولو په اړه د رهبرۍ د ستر مقام د فتوا په چوكاټ كښې ،په نړيوال ډګر كښې د سولې تر بشپړ تحقق پورې د بې وسلې كيدو ارزښتمن هدف ته تر رسيدو پورې تعقيب كړی.
1149569