د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په تهران كښې د اسلامی ویښتيا او پوهنتونونو په نړيوالې غونډې كښې داسلامی ویښتيا دنړيوال سيكریټریټ سيكرټر علی اكبرولايتی په دې خبرې سره چې نن سبا د اسلامی ویښتيا د څپې د پيليدا دريم كال ته د ننوتلو په درشل كښې يوو زياته كړه دغه غورځنګ داسې پړاو ته ننوتلی دی چې د اسلامی تمدن د ژوند د بشپړولو او د بيلګې جوړولو نوی پړاو ته د ننوتلو خبره كولای شو .
هغه په دې خبرې سره هغه څه چې نن سبا اسلامی امت له بل هر شی زيات ورته ضرورت لری داسلامی حكومت بيلګو لاس ته راوړل دی چې په عدالت ، نړيوالې سولې او پرمختګ پسې وی .
ښاغلی علی اكبر ولايتی داسلامی حكو مت له بيلګو سره دمقابلې لپاره دنړيوال استكبار مختلفو چلولونو ته په اشارې سره وويل له اسلام څخه دخلكو ويرول اود بيان دازادۍ په پلمه دمسلمانانو ددينی ارګانونو او سپیڅلتياو سپكاوی په دغو چارو كښې شامل دی .
1150949