IQNA

د حوزې د پوهنتون د يو كيدو غرض د انقلاب په پاك هدف كښې يوكيدل دی

16:02 - December 14, 2012
د خبر لمبر: 2463411
سياسی ډله: آيت‌الله خاتمی دې خبرې ته په پام چې د حوزې د پوهنتون د يو كيدو غرض د انقلاب په پاك هدف كښې يوكيدل دی، وويل: اسلامی نظام د حوزې او پوهنتون په لاسو كښې يو امانت دی او له دوی هيله لرو چې د دې د مزبوتيا لپاره هڅه وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، د تهران دجمعې لمانځّه خطيب آيت ا... احمد خاتمی وويل: د حوزې د پوهنتون د يو كيدو غرض د انقلاب په پاك هدف كښې يوكيدل دی او اسلامی نظام د حوزې او پوهنتون په لاسو كښې يو امانت دی او له دوی هيله لرو چې د دې د مزبوتيا لپاره هڅه وكړی.
هغوی همدارنګ په بيلابيلو هيوادونو كې دامريكا په جنايتونو او له ترهه ګرو څخه ددغه هيواد په ملاتړ په سترګو پټولو كې دنړيوالو اورګانونو په تيره بيا د ملګروملتو پر چپتيا په سختو نيوكو سره وويل ډيره دافسوس خبره ده چې ددسمبر په لسمه نیټه يعنی دبشری حقوقو په نړيواله ورځ هم دامريكا دبشری حقوقو په ضد دكړچارونو په اړه هیڅ غبرګون ونه ښودل شو سيداحمد خاتمی زياته ك ړه دبشری حقوقو دنړيوالې اعلامیې په اساس دانسانانو كړول اوشكنجه كول يو انسانی ضد عمل دی خو امريكا نړيوالو قوانينو ته له پامه پرته دعراق او افغانستان په څير په هيوادونو په يرغلونو سره په لكونو بې ګناه انسانان چې ماشومان اوښځې هم پكې ترسترګوكیږی په وينو كې ليت پيت كړل اوهمدااوس هم دامريكا په داخلی او بهرنيو بندونو كې په زرګونو كسان شكنجه كیږی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د فلسطينيانو ضد صهونيسټی جنايتونو او هم په سورئې كې دترهه ګرو ډلو له بوږنونكو ترهه ګروفعاليتونو څخه ملاتړ دامريكا له خوا دبشری حقوقو دخلاف ورزيو نور موردونه وبلل اوټينګار ئې وكړ امريكا په سورئې كې دمقاومت دختمولو په چوكاټ كې په لټه كې ده په كيميائی وسلو دترهه ګرو په سنبالولو سره خورا لوی انسانی ضد جنايت وكړی .
آيت ا.. احمد خاتمی ددې خبرې په كولو سره چې امريكا تل دملتونو ضد ديكتاتورانو ملاتړ كړی دی روښانه كړه ،امريكا دبحرين دملت په ضد دآل خليفه رژيم دجنايتونو په باب په باوری سندونو په سترګو پټولو سره دغه رژيم ددغه ډول جنايتونو دوام ته لمسوی چې دغه چپتيا دامريكا له خوا دبشری حقوقو دخلاف ورزيو يوه بله نښه ده دتهران دجمعې لمانځه خطيب همداراز دايران دملت له خپلواكې غوښتنې دغچ اخستنې په موخې سره دايران داسلامی جمهوريت په ضد دلودیځ په تيره بيا دامريكا بنديزونو ته په اشارې سره وويل لودیځ په تيره بيا امريكا دايران دملت دستړی كولو لپاره هڅه كوی ،خو دايران ملت په مقاومت سره داستكبار زيات غوښتنو ته هیڅكله هم نه تسليمیږی .
هغه دايران دجنوب په فارس خليج سيمې كې دامريكا دبې پيلوټه الوتكې ښكار دايران داسلامی انقلاب دساتندويه ځواك دقدرت او اقتدار نښه وبلله اوروښانه ئې كړه .دغه بری ثابته كړه چې دايران دوسله وال ځواك توانمنۍيوازې دشعار تر حده نه دی د تهران د جمعې لمانځه خطيب ددې خبرې په كولو سره چې دسيمې او نړۍ بدلونونه دآزادی غواړو ملتونو او په ګټه پرمخ روان دی او داستكباری هيوادوو نو لپاره به له سرخوږی پرته بله نتيجه ونه لری زياته كړه هيوادونه بايد ديوه بل په ملګرتيا سره ديوه داسې ملګرو ملتو دجوړښت دبدلون لپاره چې دټولو ملتونو دګټو په چوكاټ كې هڅه كوی ګام پورته كړی
1153476
captcha