IQNA

دښمنان د علم او فناورۍ په لارۍ كښې د ايران له پرمختګه خپه دی

21:57 - December 18, 2012
د خبر لمبر: 2466379
سيا سی ډله: محمود احمدی نژاد وويل: دښمنان دروغ وايی چې دوی سره د ایټم بن او د خلكو د حقونو غم دی، بلكې هغوی په دې خپه دی چې ايران ولې دومره په تيزۍ سره پرمختګ كوی له همدی سببه ورباندې پابندۍ زياتوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمدې نژاد نن په مازندران ولايت كې د څو بنسټيزو علمی او پرمختيايی پروژو له پرانستلو وروسته د دې ولايت د مديرانو په ټول كې وويل ګواښونه ، فشار زور اودباوونه به د ايران ملت د پرمختګ پر مسير له خپل ګړندی حركته راونه ګرځوی نو له همدې امله لودیځو هيوادونو ته توصيه كوو چې د ايران د ملت پر ضد له خپل دوښمنانه كړچاره لاس واخلی ځكه د دې كړچار دوام به د دوی لپاره كومه ګټه ونه لری .
احمدې نژاد زياته كړه زموږ پرمختګونو تل لودیځ حيران او ګوته په غاښ كړئ نو ځكه په مداوم ډول په موږ بنديزونه زياتوی . د اسلامی ايران ولس مشر زياته كړه تاريخ ثابته كړې چې د ايران ملت تل په دوښمنانو او د هغوی په شيطانی دسيسو بريالئ شوئ او د توحيد او عدالت بيرغوال ګرځيدلئ . د ايران ولس مشر زياته كړه د ايران ملت تل د عدل ، انصاف ، محبت او آزادۍ مينه وال دئ او هیڅكله له كوم هيواد سره دوښمنی نه كوی خو متقابل درناوی ته هم ژمن دئ
1156489
captcha