IQNA

داسې لوړ شخصيتونه بايد ځوان نسل ته د بيلګې په توګه وښودل شی.

21:17 - December 19, 2012
د خبر لمبر: 2467076
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د علامه حكيم قطب‌الدّين شيرازی سمينار ته په خپل پيغام كښې د هيواد په علمی پرمختګ او او د لوړ رتبه شخصيتونو د ځوان نسل لپاره د بیګلې په توګه په معرفۍ باندې ټينګار وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آيت‌الله العظمی خامنه‌ای، له اطلاع رسوونكی دفتر یې نقلوی، هغه د علامه حكيم قطب‌الدّين شيرازی سمينار ته په خپل پيغام كښې د هيواد په علمی پرمختګ او او د لوړ رتبه شخصيتونو د ځوان نسل لپاره د بیګلې په توګه په معرفۍ باندې ټينګار وكړ او ویې فرمايل: كله چې مونږ سره دا شخصيتونه موجود وی نو څه ضرورت نشته چې د يورپ له تيرو كلونو ځينې كسان راوباسو او د شخصيت په توګه یې معرفی كړو.
د هغوی د پيغام ټول متن د چهارشنبې په ورځ د ليندې د مياشتې په 29 نیټه د فارس ولايت د ولی فقيه استازی ايت الله ايمانی چې د دې ښار د جمعې امام هم دی، له خوا ولوستل شو.
1156933
captcha