IQNA

لاريجانی: د لويدیځوالو اساسی مشكل، د معنويت نۀ شتون ده

13:48 - December 21, 2012
د خبر لمبر: 2467450
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر د اخلاقو او معنويت نه شتون د ننۍ نړۍ او په تيره د لودیځوالو تر ټولو ستره ننګونه او مشكل وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانیپرون مازیګر په قم و لايت كې د بشری ټولنې ستونزې د اخلاقی او معنوی بې وزلۍ له امله وبللې او زياته یې كړه چې كه څه هم چې ننۍ نړۍ د علم او ټكنالوژۍ له پلوه پرمختګ كړی دی، خو د هغو په دننه كې هغه ژوره كمزوری شتهچې په هیڅ پوښښ سره نه جبرانېږی
د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی وويل چې په دې مادۍ نړۍ كې يوازې معنويت، ا خلاقاو له دينی لويانو څخه پيروی ده چې كولای شی له ننګونو سره مخامخ نړۍ د نيكمرغۍ او آرامۍ پر لور هدايت كړی.
1157757
captcha