د ايران د قرانی خبری اژإنس(ايكنا) په ګزارش، د تهران د راديو د راپور له مخې، د امريكا ليكوال وويل په اروپا كښې دايران په رسنيو سانسور داروپا دفيصلو په ترسره كونكو ادارو كښې دصهيونيسټانو د نفوذ په خاطر دی . پريس ټی وی چينل راپور وركړ دامريكا ليكوال سټيفن لينډمين په دې اړه وويل دايران له رسنيو سره په چلند كښې داروپايی هيوادونو دغه اقدامات يو بزدلانه اقدام دی او دپام وړ ټكی دادی چې په اوه ويشت (۲۷) اروپايی هيوادونو كښې هیڅ هيواد په دغه اقدام هیڅ اعتراض نه كوی او نه وايی چې دغه كارونه غلط دی او بايد هغه ترسره نشی .
د امريكا دغه ليكوال زياته كړه يوټيل شركت له هيسپا سیټ شركت سره ارتباط لری او ديوټيل سیټ سپوږمكۍ مدير ميشل دروزا نومیږی چې له اسرايلو سره ارتباط لری او هغه داسرايلو دلومړی وزير بنيامين نتانياهو له حكومت او داسرايلوله جاسوسۍ ادارو موساد او شين بيت او دغه راز داسرايلو له ځپونكو عسكرو ته نږدې اړيكې لری . دامريكا ليكوال سټيفن لينډمين وويل داروپا رسنۍ په داسې حال كښې دايران له رسنيو سره دغه ناوړه چلند كوی چې دايران رسنيو كوشش كړی دی دنړيوالو بدلونونو په باره كښې انډوله نظر وړاندې كړی دبيلګې په توګه دايران پريس ټی وی چينل په كامل ډول دبحرين په شمول دمينځنی ختیځ او دافريقا په شمال كښې د خلكو پاڅونونو ته پوښښ او كوريج وركړی دی چيرې چې دلويدیځو هيوادونو ملاتړی رژيمه دخلكو پاڅونونه په سخته ځپی .
د ايران پريس ټی وی چينل په اروپا او په تيره بيا انګلستان كښې داقتصادی رياضت دسياستونو پرضد مظاهرو ته كامل پوښښ وركړی او دخلكو دغوسې او دخلكو ددغه غوسې دعلتونو يعنی داقتصادی كړكيچ دجرړو په اړه یې ژورې شننې وړاندې كړی دی . دامريكا دغه ليكوال وويل ويل كیږی چې دانګلستان دخلكو دمظاهرو او ددغه هيواد دسلطنتی كورنۍ دپرلګښته مراسمو په باره كښې دپريس ټی وی چينل راپورونه دانګلستان دځينو حكومتی مسولانو دغوسې سبب شوی دی .
د انګلستان درسنيو دڅارنې اداره افكام لومړنۍ اداره وه چې په پريس ټی وی یې بنديز ولګاوه او په دوام كښې جرمنی هم په پريس ټی وی بنديز ولګاوه . امريكا او اروپايی هيوادونه تل خلكو ته د دوكې وركولو لپاره دبيان دازادۍ ، ډيموكراسۍ او دبشری حقوقو خبره كوی خو په عمل كښې په دغو هيوادونو كښې يو ډول كامله ديكتاتورۍ ټينګه ده او دنورو هيوادونو ازادۍ رسنۍ نه زغمی او پاې بندې ورباندې لګوی چې ژوندی مثال یې ايران دی . امريكا او اروپايی هيوادونو د ايران درسنيو مخه نيولی او په سپوږميو یې ورباندې بنديز لګولی دی .