IQNA

لويدیځ او وهابيت په تمه وركولو سره د سوریې مخالفې ډلې متحدې كړی دی

10:38 - December 28, 2012
د خبر لمبر: 2471174
نړيواله ډله: د سوریې مخالفان په خپلو كښې كوم يووالې نه لری خو يواځې د لويدیځ او وهابيت او تركیې په تمه سره د يو ګډ دښمن اسد په مقابله كښې جنګیږی، لويدیځ له 22 مياشتو فتنو وروسته په سوریې او يواځې دا غواړی چې كړكيچ دې همدارنګ دوام ولری.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، چې د اسلامی كتلور او ارتباطاتو له سازمانه یې نقلوی، يوه غونډه د سوریې د حالاتو په هكله ترسره شوه. چې په كښې وويل شو: په داسې حال كې چې د ايران د اسلامی جمهوريت او لبنان په څير يو شمير هيوادونه له ديپلوماتيكې لارې د سورېې د بحران د حل غوښتنه كوی د سورېې د نظام بهرنی مخالفان هماغه راز په دې هيواد كې له ترهګرو ډلو سره مرسته كوی . د لبنان د بهرنيو چارو وزير عدنان منصور پرون د سورېې د بحران په ديپلوماتيك حل په ټينګار سره په سوريه كې له وسله والو ډلو د تركېې په ملاتړ او په دې هيواد كې د هغوی له خوا د لبنانی اتباعو د تښتونې خبر وركړ . عدنان منصور وويل تركيه د سورېې له وسله والو مخالفينو د ملاتړ ډيره مخينه لری .
د لبنان د بهرنيو چارو وزير زياته كړه په سوريه كې د تښتول شويو لبنانی ښاريز كورنۍ په دې ښه پوهیږی چې د هغوی د خپلوانو په تښتولو كې د تركېې دولت لاس لری نو له همدې امله د هغوی د خلاصون لپاره د تركېې د دولت د زر تر زره اقدام غوښتنه كوی . د روان كال د مې مياشتې په ۲۲مه وسله والو كسانو په سوريه كې د شيعه لبنانی زيارتوالو د موټر په درلو سره يولس تنه مسافر وتښتول . په لبنان كې د اسلامی ايران سفير غضنفر ركن آبادی د چهار شنبې په ورځ په بيروت كې د لبنان له پخوانی ولس مشر اميل لحود سره په كتنه كې د سورېې د بحران په سياسی حل ټينګار وكړ .
هغه زياته كړه ايران په سوريه كې د ټولو ډلو او ګوندونو په ګډون د ملی خبرو اترو غوښتنه كوی او د سورېې د بحران د حل په موخه ېې يوه طرحه هم وړاندې كړې ده . د سورېې كردانو هم د سورېې په اړه د تركېې په غوڼده كې د ګډون لپاره د تركېې د بهرنيو چارو وزير غوښتنه رد كړه . د تركېې د بهرنيو چارو وزير د سورېې له كردانو غوښتی ؤ چې په هغه غونډه كې چې د سورېې د بحران د حل په موخه په تركيه كې جوړیږی ګډون وكړی . خو د سورېې كردانو دا موضوع د سورېې په داخلی چارو كې د انقرې لاس وهنه وبلله او دا غوښتنه ېې رد كړه .
د سورېې د بحران په ډيپلوماتك ډول د حل لپاره د ايران او لبنان په څير د هيوادونو له ټينګار سره په يوه وخت د سورېې د نظام بهرنی مخالفان د دې هيواد ترهګرو ډلو ته د وسلو لیږلو ته دوام وركوی . د لبنان د الخبر پريس انټرنیټی سایټ د راپور له مخې د صهيونيستی رژيم د لومړی وزير مرستيال سيلوان شالوم او د قطر وليعهد تميم بن حمد په دې وروستيو كې د مراكش په دار البيضاء ښار كې يو له بل سره وكتل او د سورېې د نظام د چپه كولو په اړه ېې خبرې اترې وكړې . د دې سر چينې د راپور له مخې دا ليدنه د قطر په وړانديز او د سورېې د دوستانو په نوم د مراكش له غونډې وړاندې تر سره شوه او د غونډې مقدمات هم د موساد د يوه پخوانی افسر ساموئل توليدانو له خوا برابرشوې وه .
په يوه تر ټولو مهم پيغام كې چې د قطر د وليعهد له خوا د صهيونيستی رژيم د لومړی وزير مرستيال ته وركړل شوئ راغلی په سوريه كې د نوی نظآم په قايميدو سره به د فارس خليج د حوزې عربی هيوادونه په رسمی ډول د اسرائيلو رژيم په رسميت وپيژنی . صهيونيستی سر چينو هم ويلی د قطر وليعهد د سيمې د ټولو عربی هيوادونو په استازی توب ژمنه كړې چې قطر حاضر دئ د دې تظمين وركړی چې د بشار الاسد دنظام له چپه كيدو وروسته د سورېې نظام به نه يواځې اسرآئيل په رسميت وپيژنی بلكې خپلې اړيكې به له ايران او هغو غورځنګونو سره هم وشلوی چې له ايران سره اړيكې لری .
1161474
captcha