د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له د ولس له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، محمود احمدی نژاد پرون د شپې د سوریې نوی سفير سره په ليدنه كښې وويل: بې شكه چې حالات څومره سخت وی خو اخری ګټه به د ملتونو وی او د دښمنان په انتظار ډېره بده برخه ده او د خدای په فضل د ايران او سوریې دوه ملتونه به ازاد او مستقل او خپل عزت او وقار سره به ژوند وكړی.
ولس مشر په يو بل ځای كښې وويل: د پاك انتخاب په اړه د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټګر، حضرت امام خمينی رح د فرمان ددېرشمې كليزې په غونډه كې وويل: امانتداری، د حلال او حرام پېژندل او دانسانانو د حقوقو مراعاتول دينداری ده. د ايران داسلامی جمهوريت ولسمشر، دې ته په اشارې سره چې په انتخاب كې اصل پر برئت دی، زياته كړه، هغه كسان چې ټاكل شوې ده په اسلامی حكومت كې د نورو برخليك هغوی ته وسپارل شی، بايد د ټولنې صالح خلك وی.
1163005