IQNA

د خلكو ايمان او غوښته كارونو ته دوه چنده بركت وركوی

21:38 - December 31, 2012
د خبر لمبر: 2473448
سياسی ډله: د ايران د انقلاب ستر لارښود د هيواد خير غوښتو او سلامت د غونډې سره په ليدنه كښې وفرمايل: د خلكو ايمان او غوښته كارونو ته دوه چنده بركت وركوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له معظم له، له دفتره یې نقلوی، داسلامی انقلاب ستر لارښود په دې غونډه كښې وفرمايل: د اسلامی انقلاب اصل او بنسټ د خلكو په شتون تكيه لری اوكه چېرې خلك درول لوبولو ډګرته نه وای داخل شوی نو دسياست پوهانو او سياسی بهيرونو په وس كې هیڅ هم نه ؤ داسلامی انقلاب ستر لارښود نن دهيواد دروغتيا دخيريه ټولنې دغړو په ټول كې په ډېری مسائلو دروغتيا طب او درملنې دمسئلې په لومړيتوب په ټينګارسره وفرمايل : چارواكی او زړه سواندی بايد داسې پلانونه وكړی اوداجرا په برخه كې مسائل تعقيب كړی چې خلك ددرملنې په برخه كې خاطر جمع شی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې ډول خيريه ټولنوكې دولسی دجوړښت ساتنه مهمه او اړينه وبلله او ویې فرمايل : بايد چې ادارې بستوته دغلبې په وركولوسره دخلكو له ټولنو څخه خوځښت او تاندوالی وا نه خيستل شی حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای د خيرغو اړو لپاره ترټولولوی هڅونكی دښېګڼو دعينی اغيزو اوپايلوته رسېدل وبلل او ویې فرمايل : خيرغواړی فعاليتونه او كړنې به دخدای ج خوښی هم له ځانه سره ولری . اوهر نيك كار په الهی تلې خوندی دی او له پامه به لرې پاتې نشی
1164065
captcha