IQNA

موحدی: ګواښونه به هیڅكله هم د ايران ملت د پرمختګ لاره ونۀ نيسی

16:43 - January 04, 2013
د خبر لمبر: 2475072
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل فشارونه او ګواښونه به هیڅكله هم د ايران ملت د پرمختګ له بهير او د اسلامی انقلاب د ارزښتونو او ارمانونو له پر ځایښته را ونه ګرځوی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمنځه خطيب آيت الله محمد علی مؤحدی كرمانی د نن ورځې په خطبه كې اسلامی جمهوری نظام او د انقلاب ارزښتونو ته د ايران د ملت په پايبندۍ په ټينګار سره روښانه كړه نړيوال استكبار بايد پوه شی چې د ايران ملت به د رهبرۍ د معظم مقام لارښونو ته په پام سره هیڅكله هم د دوښمنانو دسيسو او ګواښونو ته د تسليم سر ټیټ نه كړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دې بيان سره چې د ايران او اسلام د دوښمنانو په وړاندې دريدنه او برياليتوب د تل په څير د ايران د خلكو برخه ده زياته كړه د ايران اسلامی جمهوريت به په سرلوړۍ سره زور غواړی قدرتونه تلسيم ته اړ كړی .
آيت الله مؤحدی كرمانی په نړۍ كې د ايران د اسلامی انقلاب بيلګه كيدا ته په پام سره زياته كړه د ايران اسلامی انقلاب د امام حسين ع له نهضت سر چينه اخيستې ځكه همدا نهضت د نيكمرغۍ او سوكالۍ لپاره د بشر د هدايت څراغ دئ .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د حضرت مسيح ع د ميلاد د مباركۍ تر څنګ زياته كړه د لودیځ چارواكی بايد د حضرت عيسی ع لارښونو ته په پام سره په خپلو سلطه غواړو او جګړه ايزو سياستونو كې چې له وژلې او ورانۍ پرته بله پايله نه لری تجديد نظر وكړی او په نړۍ كې د سولې او آرامۍ د له منځه وړلو او اختلاف او فتنې اچولو دې نور ډه ډه وكړی .
آيت الله مؤحدی كرمانی همداراز اسلامی ویښتيا د سيمې په هيوادونو كې تر ټولو لوی بدلون وباله او هيله ېې څرګنده كړه چې دا ویښتيا به د لودیځو هيوادونو لپاره چې د اخلاقی او اقتصادی بحرانونو له امله له دړې وړې كيدا سره مخ دی يوه ښه بيلګه شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ لودیځ په تيره امريكا بايد د حقايقو په درك كولو سره له تاريخ عبرت واخلی د ديكتاتورانو او ظالمانو له ملاتړ لاس واخلی او په نړۍ كې د انسانست او عدالت له لارې د سولې او ثبات د را منځته كولو لپاره هڅې وكړی .
آيت الله كرمانی د سيمې د يو شمير هيوادونو په تيره عربستان په سياستونو په نيوكې سره وويل هر هغه هيواد چې له امريكا پيروی او تابعيت كوی د دې هيواد په جنايتونو كې هم شريك د ئ. آيت الله كرمانی د سورېې د بحران په اړه هم وويل په سوريه كې وسله والې ډلې په داسې حال كې د ديموكراسۍ ادعاء كوی چې د هغو مالونو د ويش په سر يو بل وژنی چې د خلكو له كورونو ېې چور كړی دی.
1165990
captcha